Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
ګناهونه خو ليکلے شوي وي خو غټ ګناهونه کوم چې هغۀ ته ياد وي، پۀ اعمال نامه کښې به موجود نۀ وي۔ يوې فرښتے ته به مهر بنده اعمال نامه ورکړے شي۔ حکم به وشي: زما بنده د جنَّت طرف ته بوځۀ! چې کله دا پۀ پل صراط باندې تيريږي، اخري غاړې ته ورسي، بيا دۀ له دا اعمال نامه ورکړه۔ نو فرښته به دغه بنده بوځي او د جنَّت طرف ته به روان شي، چې کله د پل صراط اخرۍ غاړې ته نزدې ورسي نو هغۀ له به مهر بنده اعمال نامه ورکړے شي، بنده به خپله اعمال نامه برسيره کړي، پۀ هغې کښې به هٰغه اعمال هم وي کوم چې دۀ ته معلوم وي۔ فرښته به وائي: ما ته نه دي معلوم چې پۀ دې کښي څۀ ليکلي دي، ما له خو مهر بنده اعمال نام راکړے شوې وه او الله پاک فرمائيلي دي: اے زما بنده! ستا د عزت کولو د پاره ستا د دې اعمالو حساب وانخستے شو۔ ([1])
اَللہُ اَکْبَر! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! غور وکړئ چې دا څومره کرم دے۔ کوم بنده چې پۀ دې دُنيا کښې د ګناهونو نه ځان ساتي، پرهيزګاري اختياروي، نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قيامت پۀ ورځ باندې به د هغۀ عزت زياتولے شي، د بشري تقاضې پۀ بنياد چې هغه کوم ګناهونه کړي وي، هغۀ به د فرښتو نه هم پټ ساتلے شي او اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پرهيزګاره بنده به بغير د حساب نه جنَّت ته داخلولے شي۔ الله پاک دې مونږ ته توفيق راعطا کړي، کاش چې مونږه د ګناهونو نه بچ کيدونکي جوړ شو۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
اوس مسئله دا ده چې د ګناهونو نه به څنګه بچ کيږو؟ ظاهره ده چې کله معلومه شي چې کوم يو کار د ګناه دے، نو بيا به د هغې نه بچ کيدے شو، پۀ افسوس سره وايم چې نن سبا د دِيني معلوماتو ډير کمے دے، خلقو ته هډو معلومه نه ده چې کوم يو کار د ګناه