Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
او بدن مې وينځلو او پاک مې کړو او خپل کور ته راغلم خو چا ته مې دا خبره ونکړه۔ پۀ هٰغه شپه ما پۀ خوب کښې وليدل چې څوک وائي: ستا د حضرت يُوسُف عَلَیْهِ السَّلَام سره څومره ښکلے مناسبت دے او وائي چې آيا تۀ ما پيژنې؟ ما ووئيل: نۀ۔ هغوئي ووئيل چې زۀ جبريل يم۔ د دې نه پس هغوئي زما پۀ مخ او بدن باندې لاس راښکلو۔ د هٰغه وخت نه زما د بدن نه د مشکو بهترينه خوشبوئي ځي۔ دا د حضرت جبريل عَلَیْهِ السَّلَام د لاس خوشبوئي ده۔ ([1])
گناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی! بُری عادتیں بھی چُھڑا یاالٰہی!
خطاؤں کو میری مٹا یاالٰہی! مجھے نیک خَصلت بنا یاالٰہی!([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! تاسو وکتل چې حيا داره ځلمے د الله پاک د ويرې او د ګناهونو نه د نفرت پۀ برکت د بد کار نه محفوظ شو۔ د دې نه معلومه شوه چې د ګناهونو نه پۀ بچ کيدو کښې د حيا ډير زيات لاس دے۔ الله پاک چې د حيا دولت عطا کړي نو انسان پۀ ګناه باندې د قدرت لرلو باوجود د ګناهونو نه پۀ بچ کيدو کښې کامياب شي۔ کاش چې زمونږه هم دا دولت نصيب شي، کاش چې د الله پاک ويره، د هغۀ پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ ويره او حيا مو نصيب شي۔ پۀ حديث شريف کښې دي: حياء د ايمان نه ده۔ ([3])
پۀ يو بَل حديث شريف کښې دي: بے شکه حيا او ايمان دواړه پۀ خپل مينځ کښې ميلاؤ دي چې کله يو لاړ شي نو بَل هم اوچت کړے شي۔ ([4])