Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
حضرت عوّام بن حَوشَب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د ګناه کيدو نه پس 4 بدۍ داسې دي کومې چې د ګناه نه هم ډيرې بدې دي: (1): اِستِصغَار (یعنې ګناه معمولي ګڼل) (2): اِغتِرَار (غافِله کيدل) (3): اِستِبشَار (یعنې خوشحاليدل، د الله پاک پۀ حُضُور کښې د حاضرۍ نه نۀ ويريدل) (4): او اِصرَار (یعنې پۀ ګناه باندې کلک ودريدل، توبه نۀکول)۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ګناه کيدل د انسان فطرت دے يعنې زمونږه پۀ شان د عامو انسانانو نه ګناه کيږي خو مونږ له د دې څلورو بدو نه هُم بچ کيدل پکار دي * چې ګناه وشي نو هغه دي معمولي نۀ ګڼو، دا نۀ وايو چې هيڅ نۀ دي شوي، خو وړه شان غلطي شوې ده کنه، الله پاک رحمان دے، وه به يـې بخښي۔ دا ډيره لويه ناداني ده۔ شوي دي، ډير څۀ شوي دي، الله پاک کوم چې جبّار او قهار دے، د هغۀ نافرماني شوې ده، آيا دا معمولي خبره ده۔۔۔؟ نۀ، هيڅکله هم نۀ۔ دا معمولي خبره نۀ ده، ډيره غټه خبره ده * پۀ ګناه باندې غرور نۀ کوو * چې ګناه شوې ده نو بيا پۀ هغې باندې نۀ خوشحاليږو، ويريږو، آه! زما نه ګناه شوې ده، هۍ! هۍ! زۀ به د رَبِّ کريم حُضُور ته څنګه ځم، څۀ جواب به ورکووم، دا سوچ وکړئ او ويريږئ، د قبر او د حشر تصور شروع کړئ او پريشانه شئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! دا پښيماني به مو پۀ کار راشي او * څلورمه خبره دا چې ګناه وشوه نو بيا پۀ هغې باندې کلک اونه دريږو، زر تر زره هٰغه ګناه پريږدو او د توبې طرف ته لاړ شو۔ راځئ چې زۀ تاسو ته يو څو حديثونه او روايتونه بيان کړم:
صحابئ رسول حضرت ابو هريره رَضِیَ اللهُ عَنْہُ فرمائي: خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ما ته وفرمائيل: اے ابو هريره! وَرَع اختيار کړه! (يعنې پرهيزګاره شۀ!)