Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د الله پاک پۀ فضل او د هغۀ پۀ رحمت سره د لوئي شان والا مياشت، شعبان شريف تشريف راوړے دے او مونږه د دې پۀ برکتي ګهړو کښې د ساه اخستو سعادت حاصلوو۔ شعبان شريف ډيره د عظمت والا مياشت ده، پۀ دې کښې د خير او د برکت بارانونه وَريږي۔ طَيَّب او اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: شَعْبَانُ الْمُطَہِّرُ وَرَمَضَانُ الْمُکَفِّرُ شعبان پاکوونکې مياشت ده او رمضان کفاره ده۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! * شعبان د عبادت مياشت ده * پۀ کثرت سره د تلاوت کولو مياشت ده * * پۀ کثرت سره د درودِ پاک لوستلو مياشت ده * پۀ کثرت سره د اِستغفار کولو مياشت ده۔ * پۀ يو حديثِ پاک کښې اِرشاد دے: دا هٰغه مياشت ده د کومې نه چې خلق غافله دي حالانکې پۀ دې مياشت کښې د خلقو اعمال د رَبُّ اَلعٰلَمِين پۀ بارګاه کښې پيش کولے شي۔ ([3]) پۀ دې مياشت کښې ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام ته د هٰغه ټولو