Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
اخته کيږي، نو الله پاک د دې پريښودو، د ګناه نه د بچ کيدو او د دغه خواهش نه د منع کيدو بهترينه بدله پۀ دُنيا کښي هم عطا کوي۔
علّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يوه واقعه ليکلې ده، ډيره ښکلې واقعه ده، يو بزرګ وو، هغوئي فرمائي: ما يو لوهار (انګر)وليدلو، ډير عجيبه وو، هغۀ به اوسپنه پۀ بټۍ کښې کيښودله، هغه به يـې ګرموله او بيا به يـې د وور نه هغه پۀ لاسونو باندې بهر راويستله۔ يعنې د اوسپنې د وور نه د راويستو د پاره به يـې څۀ چمټه، څۀ آله وغيره نۀ استعمالوله، ډائريکټ به هم پۀ لاس باندې د وور نه راويستله۔ بيا به يـې هغه ګرموله او هم پۀ لاس باندې به يـې اړوله راړوله۔ د وور کار خو سيزل دي، که هر څوک هم وي نو هغۀ سوزوي خو د حيرانتيا خبره وه چې هٰغه عجيبه لوهار ته وور هيڅ هم نۀ وئيل۔
هٰغه بزرګ فرمائي چې ما د هغوئي نه د دې وجه اوپوښتله نو هٰغه لوهار عجيبه واقعه بيان کړه، اوئې وئيل: زۀ ډير ګنهګار ووم، يو ځل يوه ښکلې زنانه زما خوا له راغله، هغۀ مجبوره وه، هغې زما نه د مدد سوال وکړو خو زۀ خو ګنهګار ووم۔۔۔!! زۀ بے لارې شوم، پۀ زړۀ کښې مې د بدکارۍ خواهش راوچت شو، ما د هغې د مجبورۍ نه د فائدې اخستو سره ووئيل: تۀ زما سره کور ته لاړه شۀ! تا له به دومره څه درکړم چې ټولې پريشانۍ به دې ختمې شي۔ هغۀ شريفه زنانه وه، هغې زما وړانديز [يعنې پيشکش] قبول نکړو او واپس لاړله۔ لږ وخت پس پۀ ژړا باندې واپس راغله، اوئې وئيل: زۀ د وخت د لاسه مجبوره يم، څۀ مدد راسره وکړئ!
پۀ دې ځل هغې زما وړانديز قبول کړو، ما هغۀ د ځان سره کړه او کور ته لاړم، چې کله زۀ هغې ته ورنزدې شوم نو هغۀ پۀ رپيدو شوه، هغۀ داسې ړچيدله لکه چې پۀ طوفان