Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
دلته چې بعضې کوم خلق مذهبي ذِهن لري، د هغوئي دا ذِهن جوړيږي چې مونږه ويلنټائن ډے د بے حيايۍ پۀ طور نۀ بلکې پۀ ښه انداز کښې نمانځو، هغه داسې چې مونږه به پۀ دې ورځ باندې د خپلو وړو مور له ګل ورکړو، خپلې مور له به ګُل ورکړو او د هغوئي زړۀ به خوشحاله کړو۔ دا هم نۀ دي کول پکار۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: مَنْ كَثَّرَ سَوَادَ قَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ چا چې د يو قوم شميره زياته کړه، هغۀ هم د هغوئي نه دے۔ ([1])
ځکه پۀ دغه ورځ باندې د ګلونو اخستو او د داسې قِسمه کارونو نه هُم ډډه کول پکار دي، هسې هم خاص طور پۀ 14 فرورۍ ګلونه وغيره اخستل د بد ګمانۍ سبب جوړيدے شي، بزرګان فرمائي: اِتَّقُوْا مَوَاضِعَ التُّهَمِ يعنې د تهمت د ځايونو نه بچ اوسئ ۔۔۔!! ([2]) ځکه پۀ ويلنټائن ډے کښې پۀ يوه طريقه هم خپله حصه مۀ شاملوئ! الله پاک دې مونږه د ويلنټائن ډے او پۀ دې باره کښې د بے حيايۍ او فحاشۍ نه محفوظ کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
ہر گھڑی شرم و حیا سے بس رہے نیچی نظر پیکرِ شرم و حیا بن کر رہوں آقا مُدام
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د ګناه پريښودو سره عزت زياتيږي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د حضرت مِسکِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ايمان تازه کوونکې واقعه واوريدله، پۀ دې واقعه کښې يوه ايمان تازه کوونکې خبره دا ده چې حضرت مِسکِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ګناه نه د بچ کيدو د پاره خپل عزت پۀ داؤ ولګولو، خپل ځان يـې بدبوداره