Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

نزدې شوه نو پۀ هغې باندې د الله پاک ويره غالبه شوه، هغۀ پۀ ړچيدو شوه، هغۀ چې يـې پۀ ړچيدو وليدله نو کِفل ترينه پوښتنه وکړه: څۀ وشول؟ ولې ړچيږې؟ زنانه ووئيل: ما چرته داسې حرکت نۀ دے کړے، نن مې د بچو لوږه نۀ شوه ليدلے، ځکه مجبوره شوم۔ زۀ د الله پاک پۀ حُضُور کښې د حاضرۍ د ويرې نه ړچيږم۔ دا يـې چې واوريدل نو کِفل لرې شو، بغير د لالچ نه يـې د هٰغې زنانه مدد وکړو او هغۀ يـې پۀ عزت او احترام سره رخصت کړه۔

بيا پۀ بني اسرائيلو کښې دستور دا وو چې کوم بنده به څۀ ګناه وکړه نو پۀ بله ورځ به د هغۀ پۀ دروازه باندې هٰغه ګناه ليکلے شوې وه، خلق به روزانه د کِفل پۀ دروازه باندې تيريدل، د هغۀ د ګناهونو فهرست به يـې ليدلو او د هغۀ نه به يـې نفرت کولو، پۀ هٰغه ورځ چې کله کِفل د زنانه سره ښيګړه وکړه، د الله پاک د رضا د پاره د ګناه نه منع شو نو د قدرت کار ته وګورئ چې هُم پۀ هٰغه شپه باندې کِفل وفات شو، چې سحر شو نو د هغۀ پۀ دروازه باندې ليکلي وو: اِنَّ اللهَ قَدْ غَفَرَ ‌لِلْكِفْلِ بے شکه الله پاک کِفل بخښلے دے۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! وګورئ چې د ګناه پريښودو څنګه څنګه انعامونه دي، بنده ګنهګار وو، د بد کردار والا وو، چې کله هغۀ د الله پاک د رضا د پاره ګناه پريښودله، د يوې مجبورې زنانه مدد يـې وکړو نو د الله پاک د هغۀ دا ادا خوښه شوله او هغۀ يـې اوبخښلو۔ کاش چې زمونږه هم توفيق نصيب شي، زمونږه هم د الله پاک پۀ حُضُور کښې د حاضرۍ ويره نصيب شي او مونږه صرف او صرف د الله پاک د رضا د پاره، د هغۀ د ويرې له وجهې د ګناهونو نه بچ کيدونکي جوړ شو۔

د منافق يو علامت

زمونږه يوه لويه مسئله ده چې پۀ ګناهونو کولو کولو مو زړۀ زنګ شوے دے، اوس


 

 



[1]...  ترمذی، ابواب صفۃ القیامۃ...الخ، صفحہ:590، حدیث:2496۔