Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

شۀ! د ټولو نه لوئي عبادت ګزار به جوړ شې۔ ([1])

د الله پاک محبوب بندګان

پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: سبا د قيامت پۀ ورځ باندې به د الله پاک محبوب بندګان وَرَع (يعنې پرهيزګاره) خلق وي۔ ([2])

د ټولو نه افضل څوک؟

يو ځل د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خلقو نه پوښتنه وکړه: اَیُّ النَّاسِ اَفْضَلُ؟ يعنې د ټولو نه افضل بنده څوک دے؟ خلقو ووئيل: نـمونځ کوونکے۔ اوئې فرمائيل: نـمونځ کوونکے بعضې وخت ګناه هم کوي، نيکۍ هم کوي (يعنې دا خو هم ممکن ده چې بنده نـمونځ خو کوي، خو پۀ نور قِسمه ګناهونو کښې اخته دے، ځکه نـمونځ کوونکے افضل نشي کيدے)۔ خلقو بيا عرض وکړو: د خُدائے پۀ لاره کښې جنګ کولو والا۔ هغوئي وفرمائيل: دا هم ګناه هم کوي، نيکۍ هم کوي۔ خلقو ووئيل: روژه نيوونکے د ټولو نه افضل دے۔ اوئې فرمائيل: روژه نيوونکے هم کله ګناه کوي، نيک کار هم کوي۔ اخر حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هُم پخپله وفرمائيل: د ټولو نه افضل بنده صاحِبِ وَرَع (يعنې پرهيزګاره) دے۔ بے شکه د وَرَع (يعنې د پرهيزګارۍ) پۀ ذريعه د انسان نيکۍ مکملې شي۔ ([3])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د سبق نه ډک روايت دے، واقعي ده چې څومره داسې خلق دي څوک چې نـمونځونه پۀ پابندۍ سره کوي خو دروغ وائي، د سود


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب الوراع، جلد:1، صفحہ:195، حدیث:3۔

[2]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب الوراع، جلد:1، صفحہ:197، حدیث:15۔

[3]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب الوراع، جلد:1، صفحہ:198، حدیث:18۔