Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خبره واقعي چې رښتني ده، ګناه د نادانۍ نه علاوه هيڅ هم نۀ ده، څوک چې پۀ ګناه کښې اخته وي، خپل وخت خو هسې هم بربادوي، ورسره ورسره خپل ځان د الله پاک د غضب حقدار هم جوړوي۔ پۀ قرآنِ کريم کښې الله پاک فرمائي:
مَنْ یَّعْمَلْ سُوْٓءًا یُّجْزَ بِهٖۙ- (پارہ:5، سورۀ نساء:123)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: څوک چې بدي کوي هغۀ ته به د هغې بدله ورکولے کيږي۔
الله! الله! معلومه شوه چې څوک چې ګناه کوي، هغۀ د هغې بدله بيامومي۔ حضرت اِمام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به فرمائيل: اے اِبنِ آدمه! تۀ دې هلاک شي۔۔۔!! آيا تۀ د الله پاک سره مقابله کول غواړې؟ آؤ! آؤ! چا چې د الله پاک نافرماني وکړه لکه چې هغۀ د الله پاک سره جنګ وکړو۔ ([1])
ګناه 10 بدۍ راوړي
د مسلمانانو دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْہُ فرمائي: ګناه اګر که يوه وي خو د ځان سره 10 بدۍ راوړي: (1): ګناه کوونکے اللہ پاک له غضب ورولي (2): ګناه کوونکے اِبلیس (یعنې شیطان) خوشحالوي (3): ګناه کوونکے د جنَّت نه لرې او (4): دوزخ ته نزدې کيږي (5): ګناه کوونکے پخپله پۀ خپل ځان باندې ظلم کوي (6): ګناه کوونکے خپل باطِن ناپاکوي (7): ګناه کوونکے اَعمَال ليکونکو فرښتو له تکلیف ورکوي (8): ګناه کوونکے رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غمژن کوي (9): ګناه کوونکے د زمکې او اسمان والا د ځان خِلاف ګواہ جوړوي (10): ګناه کوونکے د