Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

دي: مَنْ اَحَبَّ سُنَّتِي فَقَدْ اَحَبَّنِي وَمَنْ اَحَبَّنِي كَانَ مَعِي فِي الْجَنَّةِ چا چې زما د سُنّتو سره محبّت وکړو هغۀ زما سره محبّت وکړو او چا چې زما سره محبّت وکړو هغۀ به پۀ جنّت کښې زما سره وي۔ ([1])

سینہ تیری سُنّت کا مدینہ بنے آقا!                                                                        جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا

صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب!                                                                                              صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد

د نوم کيښودو سُنَّت او آداب

د آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د قيامت پۀ ورځ به تاسو پۀ خپلو او ستاسو د پلارانو پۀ نومونو رابللے شئ  ځکه خپل ښه نومونه کيږدئ۔ ([2])

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مفتي امجد علي اعظمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: ماشوم له ښه نوم کيښودل پکار دي د ډيرو خلقو داسې نومونه دي د کومو چې څۀ معنې نشته يا د هغې بدې معنې دي د داسې نومونو کيښودو نه ډډه وکړئ * د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام   او د صحابۀ کرامو او تابعينو عَليهمُ الرّضوَان پۀ نومونو باندې نومونه کيښودل بهتره خبره ده، اميد دے چې د هغوئي برکت به پۀ ماشوم کښې کيښودے شي * که ماشوم ژوندے پيدا شي او که مړ، د هغۀ بدن که پوره وي او که نۀ، بهر حال د هغۀ نوم کيښودل پکار دي * پۀ حديثِ پاک کښې دي: د کَچه ماشوم (يعنې د کوم ماشوم چې کوم اندام جوړ شي يا پۀ خِيټه کښې د څلورو مياشتو شي د هغۀ) نوم کيږدئ چې الله پاک به د دۀ پۀ ذريعه باندې ستاسو د عمل تَله درَنه کړي * جبريل يا ميکائيل وغيره نوم مۀ ږدئ * يِاسين يا طٰهٰ نوم کيښودل منع دي * محمد ياسين نوم هم مۀ ږدئ، آؤ که چرې وغواړئ نو غُلام ياسين او غلام طٰهٰ نوم کيږدئ * کوم نومونه چې غلط وي هغه بدلول پکار دي او ښۀ


 

 



[1]... تاریخ دمشق، جلد:9، صفحہ:343۔

[2]... ابو داؤد، کتاب الادب، باب:فی تغییر الاسما، صفحہ:775، حدیث:4948۔