Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
صِدِّيقين به وي، شهيدان به وي، انصاف کوونکي بادشاهان به وي او هٰغه کَس به وي کوم چې مُحَکَّم وي۔ عرض وکړے شو: مُحَکَّم څوک دے؟ اوئې فرمائيل: هٰغه کَس چا له چې د حرام کار دعوت ورکړے شي او هغۀ د الله پاک د ويرې نه د هٰغه حرام کار نه منع شي۔ (([1])
ترے خوف سے تیرے ڈر سے ہمیشہ میں تھر تھر رہوں کانپتا یاالٰہی!([2])
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
د ګناه نه چې بچ شو نو عزت يـې نصيب شو
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! څوک چې د الله پاک نه ويريږي او د ګناهونو نه بچ شي، د هغۀ نور کوم کوم انعامونه نصيب کيږي، واورئ! شيخ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه پۀ خپله رساله باحيا نوجوان کښې يوه ايمان تازه کوونکې واقعه بيان کړې ده او ليکلي يـې دي: پۀ بصره کښې يو بزرګ وو کوم چې د مِسکِي پۀ نوم باندې مشهور وو۔ مشکو ته پۀ عربۍ کښې مِسک وئيلے شي۔ داسې د مِسکِي معنیٰ شوہ: مشکبار يعنې د چا د بدن نه چې د مشکو خوشبو راځي۔ هٰغه بزرګ به هر وخت مشکبار او خوشبودار اوسيدلو۔ تر دې پورې چې پۀ کومه يوه لاره باندې به تيريدلو نو د هٰغې لارې نه به هُم خوشبو تلله! چې کله به جومات ته داخليدلو نو د هغوئي د خوشبو نه به خلقو ته معلومه شوه چې حضرت مِسکِي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تشريف راوړے دے۔ يوه ورځ ورته چا عرض وکړو: حُضُور! تاسو به پۀ خوشبو باندې ډيري پيسي خرچ وئ ؟ اوئې فرمائيل: ما نۀ چرې خوشبو اخستې ده او نۀ مې لګولې ده۔ زما واقعه ډيره نا اشنا ده: زۀ د بغداد شريف پۀ يوه خوشحاله کورنۍ کښې پيدا شوم۔ لکه څنګه چې مالداره خلق خپل