Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت نزدې راروانه ده۔ دا مبارکه مياشت د ډيرو برکتونو والا مياشت، د رحمان مياشت، د قرآن د نازليدو مياشت او د بخښنې مياشت ده۔
عَجِّلْ عَجِّلْ یَارمضان جان مِری تجھ پر قربان
آ بھی جا ماہِ سُبْحٰن جلدی جلدی آ رمضان
جب بھی آتا ہے رمضان جان میں آجاتی ہے جان
خوب ہے رمضاں کی بھی شان اِس میں اُترا ہے قرآن
مجھ کو مدینے میں رمضان کاش! میسر ہو رحمٰن
آجا آ بھی جا رمضان تجھ پہ فِدا عطّارؔ کی جان
الله پاک دې زمونږه د رَمَضَانُ المُبَارَک د ليدلو، پۀ دې کښې د ښو ډيرو روژو د نيولو، د ښه ډير عبادت کولو توفيق نصيب کړي۔ د رَمَضَانُ المُبَارَک يو ډير اهم عبادت اعتکاف هم دے۔ نفل اعتکاف خو هر وخت کيدے شي خو کوم اعتکاف چې سنّتِ مؤکده دے، هغه هم پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې کيږي۔ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه د رَمَضَانُ المُبَارَک د ټولې مياشتې اعتکاف هم ثابت دے او د اخري عشرې اعتکاف خو زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ډير زيات خوښ وو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د اخري عشرې د اعتکاف ډير اهتمام فرمائيلو۔ تر دې پورې چې يو ځل يـې پۀ څۀ وجه د رَمَضَانُ المُبَارَک اعتکاف ونکړے شو نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ شوال کښې اعتکاف وفرمائيلو۔ ([1])