Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
زمونږ سره د ګناهونو د سختۍ احساس نۀ وي، هډو دا احساس راسره هم نۀ وي چې زۀ د چا نافرماني کووم۔ ياد ساتئ چې د زړۀ دا حالت د ډيرې غټې خطرې نخښه ده۔ پۀ حديث شريف کښې دي: اِنَّ الْمُؤْمِنَ یَرٰی ذُنُوْبَہٗ کَاَنَّہٗ قَاعِدٌ تَحْتَ جَبَلٍ یَخَافُ اَنْ یَّقَعَ عَلَیْہِ وَاِنَّ الْفَاجِرَ یَرَی ذُنُوْبَہٗ کَذُبَابٍ مَرَّعَلٰی اَنْفِہٖ يعنې مؤمِن خپلو ګناهونو ته داسې ګوري لکه چې هغۀ د يوغر د لاندې ناست دے او ويريږي چې هسې نۀ هٰغه غر پۀ هغۀ باندې را وه نۀ غورځيږي او منافق خپلې ګناه ته داسې ګوري، لکه چې يو مچ دے کوم چې د هغۀ پۀ پوزه باندې تير شو۔ ([1])
الله! الله! معلومه شوه چې ګناه معمولي ګڼل د منافق نخښه ده۔ آه! نن سبا خو دلته دا د معمول خبره ده * خلق ګناهونه کوي * نـمونځونه قضا کوي * جوماتونه شاړ دي * پۀ بازارونو کښې دروغ، دوکه، ټګي عامه ده * د کورونو نه لکه چې سنيماګانې جوړې شوې دي * فلمونه، ډرامې، موسيقي وغيره پۀ هر کور کښې چليږي، د دې باوجود زمونږ سره د دې ګناهونو هډو احساس هم نشته۔ الله پاک دې مونږ ته پوهه راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
علمائے کرام فرمائي: د بنده نه چې کله ګناه وشي او هغۀ هغه معمولي اونه ګڼي، ډيره غټه ګناه يـې وګڼي او د الله پاک نه ويريږي نو داسې ګناه د رَبّ پۀ حُضُور کښې وړه ده (يعنې د هغۀ د دې ويرې پۀ وجه هٰغه ګناه بخښلے کيږي) او که بنده ګناه وکړي، بيا هغه معمولي وګڼي نو هٰغه ګناه ډيره غټه ده ځکه چې پۀ هغې باندې به نۀ هغۀ شرميږي، نۀ به يـې پريږدي او نۀ به د هغې د معافۍ ذريعه جوړيږي۔ ([2])