Gunnah Chorne Ka Inaam

Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam

د ټولو نه لوئي عبادت ګزاره به شې۔ ([1])

وَرَع څۀ ته وئيلے شي؟

وَرَع (يعنې پرهيزګاري) څۀ ته وئيلے شي؟ دا هم واورئ! حضرت ابراهيم بن ادهم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: اَلْوَرْعُ تَرْکُ کُلِّ شُبْہَۃٍ يعنې د شک والا خبرې پريښودل وَرَع (يعنې پرهيزګاري) ده۔ ([2])

يعنې يو دي: ګناه پريښودل۔ مثلاً مونږ ته معلومه ده چي * دروغ وئيل ګناه ده * د سود لين دين ګناه ده * غيبت کول ګناه ده * چغلي ګناه ده * د ګاؤنډيانو تنګول ګناه ده * مسلمانانو ته ضرر رَسَوَل ګناه ده * مور پلار تنګول ګناه ده * شراب څښل ګناه ده * حرامو ته کتل ګناه ده * حرام اوريدل ګناه ده * پۀ مجازي عشق کښې اخته کيدل او د بے شرمۍ او د بے حيايۍ کارونه کول ګناه ده۔ غرض دا هٰغه خبرې دي د کومو چې ګناه کيدل واضح دي، دا خو خامخا پريښودل دي، وَرَع د دې نه مخکښې څيز دے، هغه څۀ؟ يو کار دے، واضح معلوم نۀ دے چې ګناه ده که نۀ ده، شک دے، يا بيا دا خطره ده چې که زۀ پۀ دې کار کښې اخته شوم نو د دې پۀ سبب به ګناه ته ورسيږم، مثلاً د فيس بک استعمال۔ دا ښه هم کيدے شي، بد هم کيدے شي خو چې بنده ته د ټيکنالوجۍ پته نۀ وي، پۀ اِسلامي نظر سره د هغې ښه سيټنګ نشي کولے، هغۀ ته معلومه ده چې که زۀ فيس بک کولاو کړم نو د بد نظرۍ نه بچ کيدل به ګران شي، اوس هغۀ د دې شک پۀ وجه چې پۀ فيس بُک باندې د بد نظرۍ نه بچ کيدل ګران دي، ځکه هغۀ فيس بُک نۀ کوي، دا وَرَع ده۔ پرهيزګاري ده۔ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: پرهيزګاره


 

 



[1]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب الوراع، جلد:1، صفحہ:195، حدیث:3۔

[2]... رسالہ قشیریہ، باب الوراع، صفحہ:146۔