Book Name:Gunnah Chorne Ka Inaam
اوسيدلے نو ضرور به انبيائے کرام عَلَیْهِمُ السَّلَام هميشه اوسيدل خو الله پاک دا دنيا د ازميښت د پاره پيدا کړې ده، دلته اوسيدونکي ټول د فنا کيدو د پاره جوړ کړے شوي دي، د دنيا نوي څيزونه زړيدونکي دي، د دې ځائے نعمتونه ختميدونکي دي، د دې ځائے خوشحالۍ ختميدونکې دي، بس! د سفر سامان تيار کړئ! بے شکه د سفر بهترين سامان تقویٰ دہ، د الله پاک نه ويريږئ! د پاره د دې چې تاسو کامياب شئ۔۔۔!! ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ مناسب او متوازنو الفاظو کښې څومره ښکلے نصيحت دے کوم چې اِمامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائيلے دے، د دې خطبې بنياد 2 خبرې دي: (1): دا دُنيا فاني ده، څوک چې دلته راغلي دي، هغوئي به د دُنيا نه واپس ځي (2): کاميابي پۀ دې کښې ده چې بنده د ګناهونو نه بچ شي او تقویٰ اِختيار کړي۔ د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مشر ورور اِمامِ حَسَن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: اَنَّ أَكْيَسَ الْكَيِّسِ التُّقَى وَأَحْمَقَ الْحُمْقِ الْفُجُورُ بے شکه د ټولو نه زيات عقل مند هغۀ دے څوک چې تقویٰ اِختيار کړي (يعنې د ګناهونو نه بچ شي) او د ټولو نه بيوقوف هغۀ دے څوک چې پۀ ګناهونو کښې اخته اوسي۔ ([2])
عمل کا ہو جذبہ عطا یاالٰہی! گناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی!
میں پانچوں نمازیں پڑھوں با جماعت ہو توفیق ایسی عطا یاالٰہی!
ہو اَخلاق اچھا ہو کردار سُتھرا مجھے مُتّقی تُو بنا یاالٰہی!([3])