Book Name:Kar Saman Chalne Ka
هٰغه د اوچتې مرتبې والا هستيانې دي چې د هغوئي پاکو بدنونو ته زمکه هيڅ نقصان هم نشي رسولے۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّ اللہَ حَرَّمَ عَلَی الْاَرْضِ اَنْ تَاْکُلَ اَجْسَادَ الْاَنْبِیَآءِ يعنې بے شکه الله پاک د نبيانو وجودونو ته نقصان رَسَوَل پۀ زمکه باندې حرام کړي دي۔ ([1]) پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: اَلْاَنْبِیَآءُ اَحْیَآءٌ فِیْ قُبُورِہِمْ يُصَلُّونَ يعنې انبيائے کرام عَلَیْهِمُ السَّلَام پۀ خپلو مزارونو کښې ژوندي دي، نـمونځونه ادا کوي۔ ([2])
اِمامِ اهلِسُنَّت، مولانا شاه اِمام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
انبیاء کو بھی اَجَل آنی ہے مگر ایسی کہ فَقط آنی ہے
پِھر اسی آن کے بعد اُن کی حیات مثلِ سابق وہی جسمانی ہے
وضاحت: يعنې يقيناً چې د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام پۀ بارګاه کښې هم مرګ حاضري وکړه خو د هغوئي مرګ صرف د لږ سعت د پاره دے، د هغې نه پس بيا هغوئي ته هُم د مخکښې پۀ شان ژوند عطا کولے شي۔
د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام پۀ وسيله نور هم ډير خوش قِسمته دي د کومو وجودونو ته چې زمکه نقصان نۀ رسوي۔ مثلاً * د اوليائے کرامو مبارک وجودونه پۀ قبرونو کښې سلامت وي، پۀ ترمذي شريف کښې دي: د مخکښينو اُمَّتونو يو وَلِيُّ الله کوم چې د زمانې بادشاه شهيد کړے وو، د مسلمانانو د دويم خليفه حضرت عمر فاروقِ اعظم رَضِیَ اللهُ عَنْہُ پۀ خلافت کښې د هغوئي قبر کولاو شو، خلقو پۀ خپلوسترګو باندې وليدل چې د هغوئي پاک وجود بالکل صحيح سلامت وو، د شهيد کيدو پۀ وخت چې هغوئي پۀ زخم باندې کوم