Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار: دَرس

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! پۀ اوسني د فتنو نه پۀ دې ډک وخت کښې د عاشقانِ رسول ديني تحريک دعوتِ اِسلامي د نيکۍ پۀ دعوت ورکولو او د اُمَّت د نيک نـمونځ ګزاره جوړولو پۀ کوشش کښې مصروف دے، تاسو هم د دعوتِ اِسلامي ديني ماحول سره خپل تړون مضبوط ساتئ، د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې هم پوره برخه اخلئ! د دې پۀ برکت به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دنيا او د اخرت بے شميره خيرونه به مو نصيب شي۔ د ذيلي حلقې پۀ 12 ديني کارونو کښې يو ديني کار دَرس هم دے، درس ورکول يا اوريدل پۀ نيک اعمال (رساله) کښې يو نيک عمل هم دے، تاسو هم پۀ دې کښې شرکت کوئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! * د عِلمِ دِين زده کولو موقع به درنصيب کيږي * پۀ نيک صحبت کښې به پاتې کيدل درنصيب کيږي * که د کور نه پۀ درس کښې د شرکت کولو پۀ نيت سره ځئ نو د عِلمِ دِين پۀ لاره کښې د تللو ثواب به درته ميلاويږي * اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! مخلوقات تر دې پورې چې پۀ درياب کښې مهيان [کبان] به هم [ستاسو د پاره] دعاګانې کوي۔

د هوټل ښکلا جوړيدونکے ځلمے

د حيدر آباد، سندھ اوسيدونکے يو اسلامي ورور خپله واقعه څۀ داسې بيانوي: زۀ پۀ ګناهونو کښې داسې اخته ووم چې زما سره د خپل ژوند د قيمتي وختونو د برباديدو هډو فِکر نۀ وو، د معمول مطابق هٰغه ورځ هم زۀ پۀ هوټل کښې موجود ووم او پۀ ټي وي کښې پۀ چليدونکو فلمي نظارو کښې ورک ووم چې پۀ دې کښې د سُنَّتو مطابق جامې اغوستې يو اسلامي ورور زما خوا له راغلو او پۀ ګرم جوشۍ سره يـې زما سره د لاس ميلاوهلو نه پس ما ته ووئيل: ورور جانه بهر چوک درس کيږي۔ تاسو يو څو منټه راکړئ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! ډيرې نيکۍ به حاصلې کړئ۔ زۀ د هغوئي د ښو اخلاقو او عاجزۍ نه ډير