Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

متاثره شوم او سمدستي ورسره روان شوم۔ د هوټل نه بهر يو اسلامي ورور د فيضانِ سنّت نه درس ورکولو، د نورو اسلامي وروڼو پۀ شان زۀ هم پۀ درس اوريدو کښې مصروف شوم، درس چې مې واوريدو نو زما پۀ زړۀ يـې ډير زيات اثر وکړو، ما د زړۀ د اخلاصه توبه کړه او د اسلامي وروڼو صحبت مې اختيار کړو، د دې پۀ برکت به ماته کله د سُنتو پۀ اجتماع کښې د شرکت سعادت، نو کله به راته پۀ مَدَني قافلو کښې د عاشقانِ رسول سره سفر نصيب کيدلو۔ پۀ ورو ورو زۀ ديني ماحول ته نزدې کيدم، اخر د هوټلو ښکلا جوړيدونکے ځلمے د درس پۀ برکت نن اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقان رسول سره پۀ جومات کښي شپې تيرولو والا جوړ شو۔ ([1])

عطائے حبیبِ خدا مَدنی ماحول                                                                                         ہے فَیضانِ غوث و رضا مَدنی ماحول

سَنور جائے گی آخرت ان شاء اللہ                                                                      تم   اپنائے   رکّھو   سدا     مَدنی   ماحول ([2])

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                                                                       صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د نـمونځونو د وختونو (Prayer Times) د ايپ تعارف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دعوتِ اِسلامي آئي ټي ډيپارټمنټ يو ډير ښکلے موبائل ايپلي کيشن د نـمونځونو د وختونو (Prayer Times) پۀ نوم جاري کړے دے   * د دې ايپلي کيشن پۀ ذريعه پۀ ټوله دنيا کښې د هر ځائے وختونه او د قبلې اړخ معلوميدے شي * د جَمعې پۀ وخت د موبائل آټو سائلنټ کولو آپشن هم موجود دے * د دې نه علاوه د قرآنِ پاک د عربۍ متن او د ترجمے او تفسير سره د لوستلو او اوريدو سهولت پکښي هُم موجود دے * اذکار (روحاني علاج) پکښي هم ورکړے شوي


 

 



[1]... میں نے ویڈیو سینٹر کیوں بند کیا، صفحہ:12 ملخصًا۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:646 ملتقطاً۔