Book Name:Kar Saman Chalne Ka
کاش چې دا سعادت مو نصيب شي، د مرګ نه پس چې کله قبر ته کوز شو نو زمونږه خاوره برباده نشي، کاش چې د مدينے منورې هوا راشي او زمونږه خاوره د محبوبِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ ښپو کښې واچوي۔
د قيامت پۀ ورځ باندې به راپاڅولے شي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا دُنيا چې مونږ ته نن څنګه پۀ نظر راځي، وچه زمکه د فلانکي ځائے نه تر فلانکي ځائے پورې ده، پۀ فلانکي ځائے کښې درياب دے، پۀ فلانکي ځائے کښې سمندر دے * کيدے شي چې پۀ زرګونو کاله مخکښې دا داسې نۀ وه * دلته پته نۀ لګي چې څوک څوک دفن دي * څومره داسې دي د کومو چې هډو نخښې هم نۀ دي پاتې، آه! ډير زر مونږ ته هم د دې دُنيا نه تلل دي * د نن نه يو دوه صدۍ پس به زمونږه هم نوم او نشان هم نۀ دي * ممکن ده چې زمونږه د قبرونو نخښې هم ورانې شوې وي * کيدے شي چې سل [100] کاله پس زمونږه پۀ کورونو کښې زمونږ پۀ ځائے نور څوک استوګنه کوي * زمونږه جائيدادونه به د بَل چا پۀ نوم وي، لکه څنګه چې نن فرض کړئ * زمونږه ډر نيکه، غور نيکه وغيره که دُنيا ته واپس راشي نو هغوئي به مونږه اونه پيژندے شو * داسې به زمونږه کړوسي وغيره مونږه نۀ پيژني * داسې به زمونږه شکلونه زمونږه د راتلونکو نسلونو پۀ ګمان کښې هم نۀ وي، آه! مرګ به راځي، د قبر ډيرے به جوړيږي، بيا به پۀ ورو ورو هواګانې د هٰغه قبرونو نخښې هم ورانې کړي۔ د دې نه ډيره د عبرت خبره دا ده چې قيصه دلته ختمه نۀ شوه، د قيامت پۀ ورځ باندې به الله پاک دا خورۀ ورۀ خاوره راجمع کړي او بيا به مړي راژوندي کړي، بيا به هر يو ته د خپلو اعمالو حساب ورکول وي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي: