Book Name:Kar Saman Chalne Ka
ځائے د تنهايۍ او ويرې نه مو حفاظت وشي، دې د پاره فَقِيه اَبُو لَيث سمر قندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: بنده له پکار دي چې 4 کارونه اختيار کړي او د 4 کارونو نه ډډه وکړي۔ څوک چې داسې کوي هغۀ به (د الله پاک پۀ فضل او کرم سره) د قبر د تنهايۍ او د ويرې نه بچ شي۔
4 کارونه کوم چې اختيارول پکار دي: (1): نـمونځ (2): صدقه (3): تلاوت (4): د ذِکرُ اللہ کثرت۔
4 کارونه د کومو نه چې ډډه کول دي: (1): دروغ (2): خیانت (3): چغلي (4): د مِتيازو دارې۔ ([1])
پۀ قبر کښې پکار راتلونکے وړومبے نيک عمل: نـمونځ
هٰغه اعمال کوم چې به پۀ قبر کښې پکار راځي پۀ هغې کښې وړومبے عمل دے: نـمونځ۔ د الله پاک د خوږ رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: څوک چې د نـمونځونو د پاره پۀ بهتره طريقه اودس وکړي، پۀ وخت باندې نـمونځ وکړي، رکوع او سجده پۀ خشوع و خضوع سره پوره کړي، د الله پاک پۀ ذِمّۀ کرم باندې دي چې الله پاک د هغۀ مغفرت وکړي۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نـمونځ ډير اعلیٰ عبادت دے * نـمونځ د دِين ستن ده * نـمونځ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سترګو يخ والے دے * نـمونځ د الله پاک پۀ بارګاه کښې د حاضرۍ ذريعه ده * نـمونځ د مؤمِن معراج دے * نـمونځ الله پاک ته د نزدې کيدو وسيله ده * نـمونځ کوونکي ته د الله پاک مدد او نصرت ميلاؤيږي * نـمونځ ګناهونه ورانوي * نـمونځ رُوح ته سکون ورکوي * نـمونځ