Book Name:Kar Saman Chalne Ka
کړې او ما ستاسو د پاره د رمضان قيام سُنَّت ګرځولے دے ځکه چې کوم کَس پۀ رمضان کښې روژې اونيسي او د ايمان سره او د ثواب پۀ نيت قيام وکړي (يعنې تراويح وکړي) نو هغۀ د خپلو ګناهونو نه داسې ووتو لکه څنګه چې خپلې مور هغۀ زيږولے وو۔ ([1])
ياد ساتئ چې تراويح پۀ نارينه او زنانه ټولو باندې بالاجماع سُنَّتِ مؤکده دي۔ ([2]) پۀ دې کښې دې هيڅکله سستي اونۀ کړے شي۔
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
پۀ قبر کښې پکار راتلونکے څلورم نيک عمل: د الله پاک ذِکر
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! فقيه ابو الليث سمر قندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې پۀ قبر کښې پکار راتلونکي کوم 4 اعمال وښودل، پۀ دې کښې څلورم عمل دے: د ذِکرُ الله کثرت کول۔ دا ډير ښکلے او د فضيلت والا نيک عمل دے۔ زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: چې کله هم خلق د ذِکرُ الله د پاره جمع کيږي نو فرښتے هغوئي په خپلو وزرو کښي راپټ کړي، د الله پاک رحمت هغوئي پۀ غيږه کښې اخلي او پۀ هغوئي باندې سکينه نازليږي۔ ([3])
د ذِکرُ الله د کثرت کولو ډيرې فائدې دي * د ذِکر د کثرت سره پۀ زړۀ کښې نُور پيدا کيږي * د ذِکر د کثرت سره د الله پاک قرُب نصيب کيږي * د ذِکر د کثرت سره ګناهونه ورانيږي * د ذِکر کثرت د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام سُنَّت دي * د ذِکر د کثرت سره د