Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

مونږ کوو، که زمونږه وجود پۀ قبر کښې دننه وي او که هوا مو خاوره باد کړي او خورۀ يـې کړي، چې چرته هم يُو، د برزخ معامله هم هلته ده، هُم پۀ هٰغه حال کښې به جاري وي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:

وَ مِنْ وَّرَآىٕهِمْ بَرْزَخٌ اِلٰى یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ(۱۰۰) (پارہ:18، سورۂ مؤمنون:100)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغوئي مخې ته يو بند [رُکاوټ]  دے د هٰغې ورځې پورې پۀ کومه ورځ به چې هغوئي راپاڅولے کيږي۔

يعنې د مرګ نه واخله تر د قيامت د ورځې پورې موده بَرزَخ دے  * که څوک ازمري وغيره ځناور وخوړلو نو دغه به د هغۀ قبر شميرلے کيږي * که څوک پۀ سمندر کښې ډوب شو نو هُم دغه به قبر ګڼلے شي * غرض دا چې د مرګ نه پس چې انسان هر چرته هم دے * پۀ کوم حالت کښې هم دے، الله پاک دا قُدرت لري چې هغۀ له د هغۀ د اعمالو جزا يا سزا ورکړي او د جزا يا د سزا دا معامله بالکل حق او رښتيا ده۔ ([1])

آخرت کی فکر کرنی ہے ضرور                                                                                                       جیسی کرنی،ویسی بھرنی ہے ضرور

عمر اک دن یہ گزرنی ہے ضرور                                                                                                قبر میں میت اترنی ہے ضرور

پۀ صندوق کښې وور بَل شو

وئيلے کيږي چې يو بادشاه وو، چې کله د هغۀ اخري وخت راغلو نو هغۀ خپل زامن راوغوښتل او يو عجيبه وصيت يـې ورته وکړو، اوئې وئيل: چې کله زۀ مړ شم نو د اوسپنې يو تابوت جوړ کړئ، بيا زما مړے پۀ هٰغه تابوت کښې کيږدئ او د اوسپنې پۀ يو صندوق کښې يـې کيږدئ، بيا هٰغه صندوق مۀ دفن کوئ بلکې پۀ يوه کمره کښې يـې پۀ چت


 

 



[1]... بہارِ شریعت، جلد:1، صفحہ:111-112، حصّہ:1 بتصرف قلیل۔