Book Name:Kar Saman Chalne Ka
قدر وکړو، رښتونې پخه توبه کړو او، ګناه پريږدو، او نيکو ته ملا کلکه وتړو او د الله پاک د رحمت پۀ حقدار جوړيدو کښې کامياب شو۔
مغفرت کا ہوں تجھ سے سُوالی پھیرنا اپنے دَر سے نہ خالی
مجھ گنہگار کی التجا ہے یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے
نارِ دوزخ سے مجھ کو اماں دے
کر دے رَحْمت مری التجا ہے مغفرت کر کے باغِ جِناں دے
یاخُدا! تجھ سے میری دُعا ہے([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
علّامه قرطبي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي عالِمِ دِين تير شوے دے، هغوئي يوه د سبق نه ډکه او ډيره عبرتناکه واقعه ليکلې ده، سترګې غړوونکې واقعه ده، ليکلي يـې دي چې د مخکښينو اُمَّتونو خبره ده، يو کَس وو، د هغۀ دوه زامن وو، مرګ خو به راځي ، يو وخت راغلو چي د هغۀ د وفات کيدو وخت شو، هغۀ پۀ ميراث کښې يو کور پريښودلو۔ بيا خو عام طور داسې کيږي چې جوړولو والا کور جوړ کړي او لاړ شي، وروستو يـې خلق پۀ ميراث باندې جګړې کوي (داسې نۀ دي کول پکار، ميراث پۀ مينه او محبت د شريعت مطابق اخستل پکار دي)، د هٰغه کَس دواړه زامن پۀ يو کور باندې پۀ خپل مينځ کښې جګړه شروع کړه۔ چې کله هغوئي پۀ خپل مينځ کښي جګړه کوله نو الله پاک پۀ هٰغه کور کښې لګيدلې يوې خختې له د خبرو کولو طاقت ورکړو، خختې خبرې شروع کړې او اوئې وئيل: یَا ہٰذَانِ فِیْمَا تَتَنَازَعَانِ؟ اے دوو وروڼو! پۀ کومه خبره باندې جګړه کوئ؟ (زما نه زما