Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

پۀ قبر کښې د سلامتۍ د پاره پاک اوسئ

پۀ قبر کښې نقصان رسوونکے څلورم بد عمل دے: د مِتيازو د دارو نه نۀ بچ کيدل۔ د الله پاک د رسول، رسولِ مقبول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: اکثر د قبر عذاب د مِتيازو (د دارو نه د نۀ بچ کيدو) پۀ وجه وي۔ ([1])

د بيان خُلاصه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک دې مونږه د قبر د عذاب نه محفوظ کړي۔ پۀ عالَمِ برزخ کښې د راحت او د ارام موندلو، د قبر د تنګ والي او د وحشت نه د بچ کيدو د پاره مونږه ټول 8 کارونه واوريدل۔ پۀ دې کښې 4 کارونه اختيارول دي: (1): د نـمونځ پابندي کول دي (2): د صدقې او خيرات عادت جوړول دي (3): پۀ کثرت سره تِلاوت کول دي (4): د ذِکرُ اللہ کثرت کول دي۔ او د 4 کارونو نه بچ کيدل دي: (1): دروغ نۀ دي وئيل (2): خیانت نۀ دي کول (3): د چغل خورۍ نه بچ کيدل دي او (4): د مِتيازو د دارو نه بچ کيدل دي۔ چې دا 8 کارونه کوو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د الله پاک پۀ رحمت سره به د قبر د عذاب نه محفوظ شو۔ الله پاک دې پۀ مونږ ټولو باندې رحم وکړي! کاش چې پۀ ننۍ برکتي شپه باندې مونږ ټول د بخښنې او مغفرت پۀ خيرات موندلو کښې کامياب شو۔

خطاؤں کو میری مٹا یااِلٰہی!                                                                                                                  مجھے نیک خصلت بنا یااِلٰہی!

تجھے واسطہ سارے نبیوں کا مولیٰ                                                                                        مری بخش دے ہرخطا یااِلٰہی!

د رمضان د روژو فضائل

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! بيا د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت راتلونکې ده، د نيکو د سپرلي موسم را روان دے۔ راځئ چې د ترغيب د پاره د رَمَضَانُ


 

 



[1]... ابن ماجۃ، کتاب الطہارۃ ، باب التشدید فی البول، صفحہ:69، حدیث:348۔