Book Name:Kar Saman Chalne Ka
ظاهر او باطن ښکلي کوي * نـمونځ پۀ رزق کښې برکتونه راولي * نـمونځ به پۀ قبر کښې پکار راځي * نـمونځ به د قبر د ويرې او د قبر د عذاب نه بچ کوي۔
ہر عبادت سے بَرتَر عبادت نَماز ساری دولت سے بڑھ کر ہے دولت نَماز
قلبِ غمگیں کا سامانِ فَرحت نَماز ہے مریضوں کو پیغامِ صِحَّت نَماز
نارِ دوزخ سے بے شک بچائے گی یہ رب سے دلوائے گی تم کو جنَّت نَماز
پیارے آقا کی آنکھوں کی ٹھنڈک ہے یہ قلبِ شاہِ مدینہ کی راحت نَماز
بھائیو! گر خُدا کی رِضا چاہئے آپ پڑھتے رہیں باجماعت نَماز
راځئ چې نيت وکړو چې د نن نه پس به مونږه يو نـمونځ هم نۀ قضا کيږي، مونږ به پينځه واړه نـمونځونه پۀ جومات کښې د جَمعې سره ادا کوو، خدائے دې نکړي که مخکښې رانه څۀ نـمونځونه قضا شوي وي نو هغۀ به هم زر تر زره ادا کړو۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
پۀ قبر کښې پکار راتلونکے دويم نيک عمل: صدقه
د قبر تيارۀ پۀ رڼا کښې او وحشت پۀ امن او سکون کښې بدلولو والا دويم عمل دے: صدقه او خيرات۔ د الله پاک د اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: اِنَّ الصَّدَقَۃَ لَتُطْفِئُ عَلٰی اَهْلِہَا حَرَّ الْقُبُوْرِ بے شکه چې صدقه د قبر ګرمي سړوي۔ ([1])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د قبر د ګرمۍ او د وحشت نه د بچ کيدو د پاره د صدقې او د خيرات عادت جوړ کړئ! بے شکه صدقه (يعنې د الله پاک پۀ لار کښې څۀ ورکول) ډير د فضيلت والا کار دے * صدقه د ګناهونو دروازې بندوي * صدقه د قبر د