Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

معامله د تادۍ ده

صحابئ رسول حضرت عبد الله بن عَمرو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يوه ورځ ما او زما والد صاحب د کچه خاورو نه جوړ خپل کور ټيک کولو، پۀ دې کښې رسولِ ذيشان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ هٰغه ځائے تيريدلو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پوښتنه وکړه: مَا ہَذَا یَا عَبْدَ اللہ؟ اے عبد الله! دا څۀ کوئ؟ عرض مو وکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! زمونږه کچه کور لږ کمزورے شوے وو، دا ټيک کوو۔ اوئې فرمائيل: الْأَمْرُ أَسْرَعُ مِمَّا تَرَوْنَ يعنې اے عبد الله! معامله خو د دې نه هم ډيره د تادۍ ده۔ ([1])

دا د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تعليم دے، مونږه د خپلو کورونو ټيک کول او جوړول وغيره هُم کوو، جائز هم دي خو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دې طرف ته پام راوګرځولو چې اے عبد الله! د دې خاورو د کور درسره فِکر دے، دا ټيک کوې، ممکن ده چې د دې د کمزوري کيدو او راغورځيدو نه مخکښې مرګ راشي، دا کور به هم دلته پاتې شي او تۀ به قبر ته کوز شې۔۔۔! ځکه د کور ټيک کول پۀ خپل ځائے دي خو د دې نه ډير ضروري کار د اخرت تياري ده۔

آگاہ اپنی موت سے کوئی بشر نہیں                                                                     سامان سو برس کا ہے، پَل کی خبر نہیں

کُوچ ہاں! اے بےخبر ہونے کو ہے                                                      کب تلک غفلت..! سحر ہونے کو ہے

د قبر د وحشت نه بچ کوونکي 8 څيزونه

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! چې زمونږه پۀ عالَمِ برزَخ کښې راحت او ارام نصيب شي، پۀ قبر کښې زمونږه بدن د خرابيدو نه محفوظ پاتې شي، قبر مو روښانه شي، د هٰغه


 

 



[1]... آداب للبیہقی، باب البناء، صفحہ:290، حدیث:879۔