Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

واپس کړے شي او د قبر دوه فرښتے (يعنې منکر نکير) د هغۀ د امتحان اخستو د پاره راشي او بيا هغۀ هم لاړې شي۔ بيا چې به کله قيامت قائميږي نو نيکۍ او بدۍ ليکونکې فرښتے به ښکته راکوزې شي او د هغۀ پۀ غاړه کښې غوټه کړے شوے کتاب به برسيره کړي بيا به هغوئي دا بوځي او داسې به حاضرې شي چې يو به قائد او يو به سائِق (چلولو والا) وي۔ د دې نه پس خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي: يقيناً چې ستاسو مخې ته ډيره غټه معامله ده د کومې چې تاسو طاقت نۀ لرۍ ځکه د الله پاک نه مدد غواړئ۔ ([1])

عمل کا ہو جذبہ عَطا یاالٰہی!                                                                                                                       گناہوں سے مجھ کو بچا یاالٰہی!

میں پانچوں نمازیں پڑھوں باجماعت                                                                        ہو  توفیق  ایسی  عطا  یاالٰہی!([2])

دا جنازه د چا ده۔۔۔؟

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا سوچ هيڅکله مۀ کوئ چې کله مړه شو، قبر ته کوز شو، نو بيا به کتلے شي، نۀ۔۔۔!! نۀ! مرګ لرې مۀ ګڼئ! مرګ راتلونکے دے، څۀ پته لګي چې مونږ به د سبا نمر وليدلے شو که نۀ۔۔۔!! د مرګ پۀ باره کښې چې دا کومې خبر عرض کيږي، دا هم کيدے شي چې اوس هم لا زمونږ سره د ډيرو کلونو ژوند وي او دا هم ممکن ده چې مونږه هم نن قبر ته لاړ شو۔

دا جنازه د چا ده۔۔۔؟

حضرت ابُو دَردَاء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې مشهور صحابي دے، يو ځل چرته جنازه تيريدله، حضرت ابُو دَردَاء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ  هم د جنازې سره روان وو، پۀ دې کښې يو کَس پۀ جنازه کښې


 

 



[1]... حلیۃ الاولیاء،جلد:3 ،صفحہ:221 ،رقم:3775 ملتقطًا۔

[2]... وسائلِ بخشش،صفحہ:102۔