Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي * تلاوت کول د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم طريقه ده * تلاوت د قيامت د وحشت نه بچ کول کوي * او د تلاوت پۀ برکت سره قبر روښانه کيږي۔

واه څومره ښکلے شان دے د قرآنِ پاک د عاشق

حضرت ثابِت بُناني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به روزانه يو ځل د قرآنِ کريم ختم کولو۔ هغوئي به هميشه د ورځې روژه نيوله او ټوله شپه به يـې قيام (عبادت) کولو، پۀ کوم جومات باندې چې به تيريدلو نو پۀ هغې کښې به يـې دوه رکعته (تَـحِيَّةُ الـمَسجِد) ضرور کول۔ د نـمونځ او د قرآنِ پاک د تلاوت سره د هغوئي خصوصي محبت وو، پۀ هغوئي باندې داسې کرم وشو چې سړے ورته پسخيږي ۔ منقول دي: چې کله به خلق د هغوئي د مزار مبارک پۀ خوا تيريدل نو د قبر مبارک نه به د قرآنِ پاک د تلاوت اواز راتللو۔ ([1])

جَبیں میلی نہیں ہوتی دَھن میلا نہیں ہوتا                                             غلامانِ مُحَمَّد کا کفن میلا نہیں ہوتا

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! نيت وکړئ چې د قبر د وحشت او تنهايۍ نه د بچ کيدو او د نيکو ګټلو د پاره به مونږه هم د قرآنِ کريم تلاوت کوو۔ د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت هم تشريف راوړونکې ده، دا ځل پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د ټول قرآنِ کريم د لوستلو نيت وکړئ! بلکې يو ځل ولې؟ 5 ځله د قرآنِ کريم ختم وکړئ! اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک شريف کښې 61 کرته د قرآنِ کريم ختم کولو۔ څوک چې کولے شي هغۀ دې پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د قرآنِ کريم پۀ ډير ډير تلاوت کښې مصروف اوسي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!


 

 



[1]... حلیۃ الاولیا ، جلد:2، صفحہ:364 و366 ، ملتقطاً ۔