Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

د قبر وحشت ناک اواز

حضرت عمر بن عبد العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يوې جنازے سره روان وو نو خلق مخکښې لاړل او هغوئي شاته پاتې شول۔ خلقو جنازه کيښودله او د هغوئي انتظار يـې  کولو چې کله هغوئي راورسيدل نو چا تري تپوس وکړو! اے اميرُ المُؤمِنين! تاسو چرته ايسارشوي  وئ؟ اوئې فرمائيل: آؤ! اوس يو قبر ما ته اواز وکړو او اوئې وئيل: اے عمر بن عبد العزيزه! زما نه پوښتنه ولې نۀ کوې چې زۀ ما ته د  راتلونکو سره څۀ سلوک کووم؟ ما هغۀ ته ووئيل: ما ته ضرور ووايه۔ هغۀ ووئيل: * زۀ د دۀ کفن شلووم او بدن ورله ټوټې ټوټې کووم * د دۀ وينه څښم او غوښه يـې خورم * آيا تۀ زما نه پوښتنه نۀ کوې چې زۀ د دۀ د جوړونو سره څۀ کووم؟ ما ووئيل ضرور ووايه۔ اوئې وئيل: زۀ لاس د ورغوي نه، ورغوي د مړوندونو نه، مړوندونه د مټو نه، مټې د اوګو نه، د ناستې ځائے د ورنانو نه، ورنان د زنګونانو نه، زنګونان د پنډو نه، پنډۍ د ښپو نه جدا کووم۔ د دومره وئيلو نه پس عمر بن عبد العيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ ژړا شو بيا يـې وفرمائيل: واورئ! د دې دنيا ژوند ډير کم دے کوم ګنهګار چې پۀ دې دنيا کښې عزت والا دے پۀ اخرت کښې به ذليله او رسوا وي، څوک چې مالداره دے پۀ اخرت کښې به غريب وي، د دې ځوان  به بوډا شي او ژوندے به مړ شي، لهذاستاسو طرف ته د دنيا راتلل تاسو له دوکه درنکړي ځکه تاسو ته معلومه ده چې دا ډيره زر رخصتيدونکې ده۔ پۀ دوکه کښې راګيريدونکے هم هغۀ دے کوم چې د دې نه دوکه وخوري۔ چرته لاړل پۀ دې کښې اوسيدونکي؟ کومو چې ښارونه اباد کړل، نهرونه يـې ويستل او وَنې يـې زرغونې کړې، خو پۀ دې کښې يـې ډيره لږه موده ژوند وکړو۔ هغوئي روغ صحت پۀ دوکه کښې اخته کړل او چستۍ مغروره کړل نو پۀ ګناهونو کښې اخته شول۔ پۀ خدائے مې دې قسم وي! د هٰغه مال پۀ وجه پۀ دوئي حيرانتيا ده کوم چې