Book Name:Kar Saman Chalne Ka
قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْاَرْضُ مِنْهُمْۚ- (پارہ:26، سورۂ ق:4)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: [الله فرمائي] مونږ ته معلوم دي کوم څۀ چې زمکه د هغوئي نه کموي۔
يعنې د مړو د وجود چې کومې حصې، غوښه، وينه او هډوکي وغيره زمکه وخوري، پۀ هغې کښې يو څيز هم د الله پاک نه پټ نۀ دے، الله پاک ته د هغوئي د وجود د هرې يوې حصې پۀ باره کښې پته ده چې د هغوئي د وجود کومه يوه حصه خورۀ شوه او چرته لاړله، پۀ کوم يو څيز کښې ميلاؤ شوه، الله پاک ته د دې هر څۀ عِلم دے، د قيامت پۀ ورځ باندې به دا خورۀ شوې خاوره بيا راجمع کړي او وجود به ترينه جوړ کړي او رُوح به پکښې واچولے شي او ژوندے به کړے شي۔ ([1])
پۀ حديثِ پاک کښې دي: د انسان ټول وجود به خاورې شي، خو د ملا د تير يوه حصه (کومه چې په خوردبين(مائيکرواسکوپ)هُم په نظر نه راځي هغي ته عَجَبُ الذَّب وئيلے شي دابه) نۀ خاورې کيږي، د دې نه به د قيامت پۀ ورځ مخلوق بيا جوړولے شي۔ ([2])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک د قُدرتونو والا دے، دا زمکه، اسمان، سپوږمۍ، نمر، ستوري، ونې وغيره هر څۀ هغۀ جوړ کړي دي، هغۀ د دوئي پۀ جوړولو باندې بيا هم قادِر دے، مونږه مخکښې نۀ وو، هغۀ مونږه پيدا کړو، بيا به مونږه فنا شو، فنا کول هم هغۀ کوي، هٰغه د قدرتونو والا رِبّ کريم پۀ بيا راژوندي کولو باندې هم قُدرت لري۔
انبيائے کرام علَيهِمُ السَّلام ژوندي دي
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته دا خبره پۀ ذِهن کښې کښينوئ چې انبيائے کرام عَلَیْهِمُ السَّلَام