Book Name:Kar Saman Chalne Ka
عالَمِ برزخ د دُنيا د ژوند نتيجه ده
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ عالَمِ برزخ کښې مونږ ته تر قيامته پورې اوسيدل دي، هلته به د هر چا ځائے د هغۀ پۀ دُنيا کښې د کړو اعمالو مطابق وي، څوک چې پۀ دې دُنيا کښې دينداره دے، هغۀ ته به د برزخ پۀ ژوند کښې * عزت * عظمت * او سکون او راحت عطا کولے شي او څوک چې پۀ دې دُنيا کښې ګنهګار دے * نـمونځونه قضا کولو والا دے * د رَمَضَانُ المُبَارَک روژو پريښودلو والا دے * د مور پلار تنګولو والا دے * مسلمانانو ته تکليف رسولو والا دے * ګيره خريلو والا يا د يو موټي نه کمولو والا دے * د سود لين دين کولو يا پۀ اخستو او خرڅولو کښې دوکې کولو والا دے، د برزخ پۀ ژوند کښې به د هغۀ حال ډير خراب وي، آه! که د الله پاک د رحمت نه محرومه پاتې شو نو پۀ قبر کښې وور هم بليدے شي، ماران لړمانان پکښې هم دِيره کيدے شي، زمونږه دا ښکلے وجود د چينجو خوراک هم جوړيدے شي۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ مَنْ اَعْرَضَ عَنْ ذِکْرِیْ فَاِنَّ لَہٗ مَعِیْشَۃً ضَنْکًا (پارہ:16،سورۂ طٰہٰ:124)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او چا چې زما د ذِکر نه مخ واړولو نو بے شکه د هغۀ د پاره تنګ ژوند دے۔
صحابئ رسول حضرت عبد الله بن مسعود رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: پۀ دې آيت مبارک کښې د تنګ ژوند نه مُراد د قبر عذاب دے۔ يعنې * څوک چې پۀ دې دُنيا کښې ګنهګار دے * څوک چې د الله پاک د ذِکر نه * د قرآن او سُنَّت نه * د نيک کارونو نه * د نـمونځ روژې نه مخ اړوي، د هغۀ د پاره به پۀ قبر کښې تنګ ژوند وي۔