Book Name:Kar Saman Chalne Ka
صرف برکتونه به يـې نصيب کيږي۔ د رَمَضَانُ المُبَارَک شريف د راتللو نه مخکښې هم تلاوت کول پکار دي، هم د نن نه تلاوت شروع کړئ۔ الله پاک دې مونږ ټولو ته توفيق راعطا کړي، کاش چې د قرآنِ او د قرآنِ پاک د تلاوت سره داسې محبت وي چې ټول فضوليات پاتې شي او مونږه صرف هُم د قرآنِ پاک پاتې شو۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
یہی ہے آرزو تعلیمِ قرآں عام ہوجائے تلاوت کرنا میرا کام صبح و شام ہوجائے
صَلُّو ْا عَلَي الْحَبيب! صَلَّي الله عَلٰي مُحَمَّد
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت راتلونکې ده، د روژو او د پيشمني او روژه ماتي سره سره به د تراويح سپرلي هم وي، حافظان صاحبان به پۀ تراويح کښې د قرآنِ کريم د تلاوت کولو سعادت حاصلوي او خوش قِسمته عاشقانِ رسول به د قرآنِ کريم تلاوت اوري او ثوابونه به ګټي۔ الله پاک دې زمونږه پۀ خير او عافيت سره رَمَضَانُ المُبَارَک ته رسيدل نصيب کړي، چې مونږه روژې هم ونيسو، تلاوت هم وکړو او ښه پۀ ذوق او شوق سره تراويح هم ادا کړو۔ د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوک چې پۀ رمضان کښې د ايمان سره او د ثواب د طلب د پاره قيام وکړي (مثلاً تراويح وکړي)، د هغۀ تير (صغيره) ګناهونه به اوبخښلے شي۔ ([1]) پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: بے شکه الله پاک د رمضان روژې پۀ تاسو باندې فرض