Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

ګرمۍ نه بچ کول کوي * صدقه ګناهونه داسې ورانوي لکه څنګه چې اوبه وور مړ کوي * صدقه بلاګانې منع کوي * صدقه پۀ عمر کښې د برکت سبب دے * صدقه د بد مرګ نه بچ کول کوي * صدقه د الله پاک غضب سړوي * د صدقې کولو سره پۀ رزق کښې برکت راځي * صدقه او خيرات غريبي ختموي * صدقه د الله پاک د رحمت ذريعه ده۔ ځکه پۀ ننۍ دې برکتي شپه کښې د صدقې او د خيرات کولو ښه نيت هم وکړئ! که زکوٰة درباندې فرض وي نو د ټول زکوٰة د ادا کولو نيت وکړئ، د صدقۀ فطر [يعنې د سر سايه] د ورکولو نيت وکړئ، د دې نه علاوه نفلي صدقې هم ورکول پکار دي، څوک چې غريبانان دي، امدن يـې کم دے، هغوئي له هم پکار دي چې څۀ نا څۀ صدقه ضرور کوي، که هغه يوه روپۍ ولې نۀ وي کوي دې، بهر حال هُم صدقه کول پکار ده۔

د عطياتو ترغيب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ستاسو خپل دِيني تحريک دعوتِ اِسلامي دا وخت د اتياؤ [80] نه پۀ زياتو شعبو کښې د دِين خدمت کوي اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * د کنزُ الـمدارس بورډ پۀ نوم د دعوتِ اِسلامي خپل تعلمي بورډ دے * تقريباً د 16500 نه زيات جامعات او مدارسُ الـمدينه د هلکانو او جينکو (Boys & Girls) ماشومانو د پاره قائم دي، پۀ کومو کښې چې د حفظ او ناظرې، عالِم کورس (درسِ نظامي)، مختلف تَخصُّصَات (Specialization فرض علوم کورسز کولے شي * د جامعات او مدارسُ الـمدينه (بوائز اينډ ګرلز) د طالبِ علمانو شميره څه کم يا زياته 5 لاکھه 30 زره ده * د زيات عمر اِسلامي وروڼو او خوئيندو ته د قرآنِ کريم تعليم ورکولو د پاره اوسه پورې تقريباً د 74 زرہ 887  مدارس الـمدينه بالغان او بالغات جوړ کړے شوي دي پۀ کومو کښې چې د لوستونکو شميره د 4 لاکهه 26 زرہ نه زياته ده * د فيضان آن لائن اکيډمۍ پۀ ذريعه