Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

لاس کيښودے وو، هغه هم هٰغه شان پروت وو، لاس چې لرې کړے شو نو د وجود نه تازه وينه روانه شوله۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې اوليائے کرام هم پۀ خپلو مزارونو کښې ژوندي وي، د هغوئي وجودونه هم پۀ قبر کښې سلامت وي۔

وجود سلامت ساتونکي اعمال

دغه شان پۀ حديثِ پاک کښې دي: * د ثواب پۀ خاطِر اذان کوونکے پۀ وينه کښې د لَت پت شهيد پۀ شان دے، د دۀ قبر ته به چينجي نۀ راځي * رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم  صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي چې کله حافظِ قرآن وفات شي نو الله پاک زمکې ته حکم وکړي چې د دۀ غوښه مۀ خوره۔ زمکه عرض کوي: اے زما رَبَّه! زۀ د دۀ غوښه څنګه خوړلے شم چې ستا کلام د دۀ پۀ سينه کښي دے۔ ([2])

کاش چې زمونږه هم دا سعادت نصيب شي۔ کاش چې پۀ قبر کښې زمونږه وجود محفوظ پاتې شي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  

انسان به نۀ پريښودے کيږي۔۔۔!!

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه دُنيا ته راغلو، لازمي به ترينه واپس هم ځو، زمونږه د خاورو وجود به يوه ورځ بيا د خاورو سره خاورې شي، اګر که وجود خاورې شي او د خاورو سره خاورې شي، هوا خاوره والوځوي او اخوا ديخوا يـې يوسي، د دې مطلب دا هيڅکله هم نۀ دے چې مونږ به بالکل هير کړے شو، داسې به يُو چې لکه مونږه هډو دُنيا ته نۀ يُو راغلي، داسې نۀ ده، مونږه چې نن دلته کومې ساه ګانې اخلو، څۀ څۀ اعمال


 

 



[1]... ترمذی، کتاب تفسیر القران، باب ومن سورۃ البروج، صفحہ:770-771، حدیث:3340۔

[2]... فردوس الاخبار، جلد:1، صفحہ:168، حدیث:1119۔