Book Name:Kar Saman Chalne Ka
المُبَارَک د روژو او اعتکاف يو څو فضيلتونه واورو: د مختلفو روايتونو مطابق * د روژه نيوونکي اوده کيدل عبادت دے * د روژه نيوونکي دُعا او عمل مقبول وي * د روژه نيوونکي د پاره فرښتې د نمر پريوتو پورې د بخښنې دُعا کوي * د روژه نيوونکي د پاره د اسمان دروازې کولاوهلے شي * پۀ روژه نيوونکي باندې به الله پاک جنّتي ميوې خوري * پۀ روژه نيوونکي به الله پاک جنّتي شراب څښي * د روژه نيوونکي د پاره به د قيامت پۀ ورځ د سرو زرو دسترخوان غوړولے شي * د روژه نيوونکي روژه به د تيرو ګناهونو کفاره جوړه شي * د روژه نيوونکي مخ به الله پاک د دوزخ نه د 70 کاله پۀ مزل لرې کړي۔ ([1])
کوم نادانه چې د څۀ شرعي مجبورۍ نه بغير د رمضان روژې پريږدي هغۀ ډير ګنهګار او د وور د عذاب حقدار دے۔ د روايتونو مطابق څوک چې د شرعي مجبورۍ نه بغير د رَمَضَانُ المُبَارَک يوه روژه ضائع کړي نو بيا که ټول عمر روژې ونيسي، نو بيا هم د هٰغه پريښودلے شوې يوې روژې فضيلت نشي موندلے۔ ([2])
الله پاک دې د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله مونږه د خپل قهر او غضب نه بچ کړي، د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشتې د ټولو روژو د زړۀ د خوشحالۍ نه، پۀ ذوق او شوق سره د نيولو توفيق دې راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د دعوتِ اِسلامي پۀ ديني ماحول کښې پۀ ټوله دنيا کښې پۀ زرګونو ځايونو کښې اجتماعي اعتکاف کولے شي، اعتکاف د ګناهونو نه د بچ کيدو او د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت پۀ نيکو کښې د تيرولو بهترينه ذريعه ده، د اوس