Book Name:Kar Saman Chalne Ka
زړونو نه زنګ لرې کيږي * د ذِکر د کثرت سره پۀ دُنيا کښې امن نصيب کيږي * او د ذِکر د کثرت پۀ برکت سره به قبر روښانه کيږي۔
کاش لب پر مرے رہے جاری ذکر آٹھوں پہر ترا یاربّ!
پۀ قبر کښې نقصان رسوونکي 4 اعمال
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا 4 نيک اعمال (نـمونځ، صدقه، تلاوت او د ذِکرُ الله کثرت، دا هٰغه اعمال دي کوم چې) پۀ قبر کښې پکار راځي، قبر روښانه کوي او د قبر د عذاب نه بچ کول کوي۔ د فقيه ابو الليث سمر قندي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بيان مطابق 4 بد اعمال هٰغه دي کوم چې د قبر د عذاب سبب جوړيږي، څوک چې پۀ قبر کښې د سلامتۍ خواهش لري نو پۀ هغۀ باندې لازم دي چې د هرې ګناه نه او خاص طور د دې څلورو ګناهونو نه ځان لازمي بچ کړي۔
پۀ قبر کښې د سلامتۍ د پاره د دروغو نه ځان بچ ساتئ!
وړومبے بد عمل دے: دروغ۔ صادق او امين نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: دروغ د ګناه طرف ته بوتلل کوي او ګناه دوزخ ته د بوتللو سبب دے۔ بے شکه بنده دروغ وائي، تر دې پورې چې د الله پاک پۀ نزد هغۀ کذَّاب (لوئي دروغژن) وليکلے شي۔ ([1])
د دروغو د تعريف، د دې د مثالونو او د عذابونو نه د ځان خبرولو د پاره د اميرِ اهلِسُنَّت مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه رساله جهوٹا چور ولولئ۔