Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

ایک دن موت آکر رہے گی ضَرور                                                                                     اس کو تم مجرِمو! کچھ سمجھنا نہ دور

بعدِ مُردَن نہ پاؤ گے کوئی سُرور                                                                                                    ایسے ہو جائے گا خاک سارا غُرور([1])

د دُنيا مثال د شليدلې کپړې پۀ شان دے

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! خبره واقعي چې رښتيا ده، مونږه اوچتيدونکې جنازې وينو، خلق قبرونو ته پۀ کوزيدو وينو، د هديرې ابادي پرله پسې زياتيږي، زمونږ سره اوسيدونکي، ناسته پاسته کوونکي يو يو د دې دُنيا نه روان دي ځي، وخت زمونږ سره هم ډير نۀ دے، مرګ بس راتلونکے دے۔ اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: مَثَلُ هَذِهِ الدُّنْيَا مَثَلُ ثَوْبٍ شُقَّ مِنْ أَوَّلِهِ إِلَى آخِرِهِ يعنې د دې دُنيا مثال د يوې کپړې پۀ شان دے او کپړه هم هٰغه کومه چې د سَر نه تر اخره پورې پريکړے شوي وي فَبَقِيَ مُتَعَلِّقًا بِخَيْطٍ فِي آخِرِهِ فَيُوشِكُ ذَلِكَ الْخَيْطُ أَنْ يَنْقَطِع بس پۀ اخره کښې د تار سره انښتې وي، زر ده چې دا تار به هم وشليږي۔ ([2])

يو شاعر ډيره ښکلې عکاسي کړې ده او وئيلي يـې دي:

اِک یہ جہاں، اِک وہ جہاں، دونوں جہاں کے درمیاں

ہے فاصلہ اک سانس کا، گر آگئی تو یہ جہاں، گر رُک گئی تو وہ جہاں

دا صرف يو تار خو دے، وړوکے شان تار، کمزورے شان تار۔۔۔!! چې يو څو منټه آکسيجن ميلاؤ نشي نو ساه ودريږي، ودريږي، ساه بنده شي، بس د دې تار شليدل وي چې بنده د دُنيا نه رُخصت شي۔ د دُنيا هم دا حقيقت دے۔


 

 



[1]... وسائلِ بخشش، صفحہ:654۔

[2]... موسوعہ ابن ابی دنیا، کتاب قصر الامل، جلد:3، صفحہ:332، حدیث:122۔