Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

پخپله هم ولولئ! نورو له هم د دې ترغيب ورکړئ او څوک چې سوشل ميډيا مثلاً واټس ايپ وغيره استعمالوي هغوئي دې د الله پاک د رضا او د ثواب د پاره دا رساله د نورو سره هم شيئر (Share) کړي!

شعبان شریف د  اللہ پاک د خوږ حبیب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مياشت ده، د دې مياشتې د فضائلو او برکتونو او عباداتو په باره کښې معلوماتو د پاره امیر اہلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه رساله  آقا        کا مہینا او اديرې [مقبرې] ته د تللو په آدابو مشتمله رساله قبر والوں کی 25 حکایات ليکلې ده. دا رسالې پخپله هُم ولولئ او نورو ته هُم ترغيب ورکړئ *امیرِ اہلسنت مولانا محمد الیاس عطارقادری دَامَتْ بَرَکَاتُھُمُ الْعَالِیَه هر کال په شعبان شریف کښې د پوره               فیضانِ رمضان  لوستلو ترغیب ارشاد فرمائيلے دے ټول اسلامي وروڼه د دې کتاب د لوستلو نِيَّت هُم وکړئ، د مکتبۃُ المدینہ د هر شاخ نه دا په  660 روپئ په بيعه حاصِل کړئ یا يـې د دعوتِ اسلامی  د ویب سائټ www.dawateislami.net نه ډاؤن لوډ کړئ، او نورو ته هُم ترغيب ورکړئ.

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                                                                                                                                   صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

د مسلمان قبر له تلل سُنّت دي

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! پۀ شَبِ بَرَاءَت کښې هديرې ته حاضري د مسلمانانو معمول دے، ځکه بيان د اختتام پۀ لور بوځو او د هديرې د آدابو بيانولو سعادت حاصلوو۔ راځئ چې وړومبے د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک واورو: د اِبنِ ماجه حديثِ شريف دے: د الله پاک خوږ او اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کنْتُ نَهَيْتُكُمْ عَنْ زِيَارَةِ الْقُبُورِ ، فَزُورُوهَا  فَإِنَّهَا تُزَهِّدُ فِي الدُّنْيَا ، وَتُذَكِّرُ الآخِرَةَ يعنې ما تاسو د قبرونو د زيارتونو نه منع کړي وئ اوس تاسو د قبرونو زيارت کوئ ولي چې بے شکه قبرونه ليدل