Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

پسې زوړند کړئ  چې زۀ د قبر د عذاب نه بچ شم (يعنې د هغۀ مقصد وو چې نۀ به زۀ قبر ته کوزيږم، نۀ به د هٰغه تنګ ځائے او وحشت سره مخ کيږم او نۀ به پۀ قبر کښې عذاب خورم)۔

زامنو يـې پۀ وصيت باندې عمل وکړو، چې کله بادشاه وفات شو نو د اوسپنې تابوت جوړ کړے شو، د هغې دننه د بادشاه مړے کيښودے شو او هٰغه تابوت د اوسپنې پۀ يو غټ صندوق کښې کيښودے شو، بيا هٰغه صندوق د زنځيرونو وغيره پۀ ذريعه پۀ کمره کښې زوړند کړے شو او کمره ورپسې بنده کړے شوه۔ بيا چې کله شپه شوه نو ناڅاپه د کمرې نه اوازونه راتلل شروع شو، زامنو يـې د کمرې طرف ته منډې کړې، چې دروازه يـې برسيره کړه او اوئې کتل نو صندوق خوزيدو، هغوئي صندوق ښکته راکوز کړو، چې برسيره يـې کړو او اوئې کتل نو حيران پاتې شول چې د صندوق دننه تابوت دے، د هٰغه تابوت دننه د بادشاه د مړي د پاڅه يو خطرناک مار ناست دے او د هغۀ مخ له ټکونه ورکوي، (پۀ ظاهره ډيره د حيرانتيا خبره وه چې صندوق ته د دننه تللو د پاره څۀ لاره يا څۀ سورے نۀ وو، بيا هم مار دننه څنګ لاړو۔۔۔!! بهر حال!) د بادشاه زامنو هٰغه مار رابهر کړو او مړ يـې کړو، صندوق يـې بيا بند کړو او د مخکښې پۀ شان يـې پۀ کمره کښې زوړند کړو۔

دغه شپه خو چې هر څنګه وه تيره شوه، پۀ بله شپه بيا د کمرې نه اوازونه راتلل شروع شو، زامنو يـې بيا کمره برسيره کړه، چې اوئې کتل نو صندوق خوزي، صندوق بيا راکوز کړے شو، بيا يـې چې برسيره کړو نو د مخکښيني نه هم غټ مار د بادشاه پۀ سينه باندې ناست وو، ډير حيران شول، هغوئي بيا هٰغه مار رابهر کړو او مړ يـې کړو، صندوق يـې بيا بند کړو او زوړند يـې کړو۔

هٰغه دويمه شپه چې هم که هر څنګه وه نو تيره شوه۔ دريمه شپه شوه، د کمرې نه بيا اوازونه راتلل شروع شو، زامنو يـې بيا دروازه برسيره کړه، صندوق يـې راکوز کړو او چې