Book Name:Kar Saman Chalne Ka
نامِ حضرت پہ لاکھ بار درود بے عدد اور بے شمار درود
ہم کو پڑھنا خدا نصیب کرے دم بدم اور بار بار درود
جو مُحِبِّ نبی ہے اے کافیؔ! چاہیے اس کو بار بار درود([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
پۀ حديثِ پاک کښې دي: اِنَّمَا الْاَعْمَالُ بِالنِّیَّات د اعمالو دار و مدار پۀ نيتونو دے۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! پۀ ښو ښو نيتونو د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ چې د بيان اوريدو نه مخكښې څۀ ښۀ ښۀ نِيَّتونه وكړئ: مَثَلاً * د الله پاک د رضا د پاره به ټول بيان اورم * پۀ اَدب به کښينم * ښۀ پۀ توجُّه به بيان اورم * څۀ چې واورم، د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل کولو او نورو ته د رَسولو کوشش کووم۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د جُمعې شپه هم ده او د دې سره سره شبِ بَراءَت هم دے۔ يعنۍ پۀ ننۍ شپه کښې دا دوه فضيلتونه راجمع شوي دي، د جُمعې شپه هم د فضيلت والا شپه ده، پۀ حديثِ پاک کښې دي: د جُمعې دشپي د شروع نه تر د شپې د ختميدو پورې الله پاک پۀ د دُنيا پۀ اسمان باندې تجلي فرمائي اويوي فرښتي ته حکم کوي چي دا اِعلان کوي: * شته څوک غوښتلو والا چې زۀ هغۀ ته ورعطا کړم * شته څوک توبې والا چې زۀ د هغۀ توبه قبوله کړم