Kar Saman Chalne Ka

Book Name:Kar Saman Chalne Ka

او بيا بيا پۀ کتلو يـې زړۀ نۀ مړيږي، آه! زر۔۔۔!! ډير زر به ملک الموت عَلَیْهِ السَّلَام تشريف راوړي، ساه به ودريږي، رُوح به پۀ جټکې سره ووځي، اخري سلګۍ به راشي، سترګې به د چت پۀ لور وي او مونږه به مړه شو، آه! مونږ ته معلومه نۀ ده چې زمونږه خاوره به چرته ځي، کومه يوه هوا به زمونږه خاوره الوځوي او چرته به يـې وړي۔۔۔؟ حضرت بابا فريد ګنج شکر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي وَلِيُّ الله تير شوے دے، هغوئي به پۀ پنجابۍ ژبه کښې د نصيحت نه ډک شعرونه هم وئيل، بابا فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مونږه پوهه کوي او فرمائي:

ویکھ فریدا...!! مِٹِّی کُھلّی                      مِٹِّی اُتَّے مِٹِّی ڈُلِّی

مِٹِّی ہَسَّے، مِٹِّی رَوْوَے                       اَنْتْ مِٹِّی دَا مِٹِّی ہَوْوَے

نَہ کَر بَنْدِیا مَیْرِی مَیْرِی                       نَہ تَیْرِی نَہ مَیْرِی

چار دِنَاں دَا مَیْلَہ دُنیا                         فَیْر مِٹِّی دِی ڈَھیْرِی

وضاحت: يعنې اے فريده۔۔۔!! وګوره چې د خاورو قبر وکنستلے شو، د خاورو بنده هٰغه قبر ته کوز شو، د خاورو پۀ مړي باندې خاورې واچولے شوې، آه! دا هُم د خاورو نه جوړ بنده دے کوم چې د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائيږي، د غم پۀ وخت ګيلې کوي، ژاړي، شور او غوغا کوي خو۔۔۔!! افسوس چې بنده څۀ هم وکړي، د خاورو انجام هم خاورې دے۔ اے بنده! زما زما مۀ کوه! زما زمکه، زما مال، زما جائيداد، زما ګاډے، زما عزت، زما ژوند وغيره وغيره خبرو کولو سره تکبر مۀ کوه، دا دُنيا او د دې ځائے هر څۀ نۀ ستا دي نۀ زما دي، دا دُنيا د څلورو ورځو ده، اخر به د خاورو ډيرے يعنې قبر به جوړ شي او هر څۀ به ختم شي۔

 الله پاک دې زمونږه خاوره محفوظ کړي! راځئ چې دُعا وکړو:

مٹی نہ ہو برباد پسِ مرگ اِلٰہی                                                                                                                        جب خاک اُڑے میری مدینے کی ہوا ہو