Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَۙ(۱) (پارہ:1،سورۂ فاتحه:1)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: ټول تعريفونه الله لره دي كوم چې د ټولو جهانونو والؤ پالونكے دے.
د دې په جواب کښې الله پاك فرمائي: زما بنده زما حمد بيان كړو. بنده لولي:
الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِۙ(۲) (پارہ:1،سورۂ فاتحه:2)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: ډير مهربان رحم والا.
الله پاك فرمائي: زما بنده زما ثنا بيان كړه. بنده لولي:
مٰلِكِ یَوْمِ الدِّیْنِؕ(۳) (پارہ:1،سورۂ فاتحه:3)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: د جزا د ورځې مالِک.
الله پاك فرمائي: زما بنده زما بُزرګي بيان كړه. بنده لولي:
اِیَّاكَ نَعْبُدُ وَ اِیَّاكَ نَسْتَعِیْنُؕ(۴) (پارہ:1،سورۂ فاتحه:4)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: مونږه خاص ستا عبادت كوو او خاص ستا نه مدد غواړو