Book Name:Surah Fatiha Fazail Aur Mazameen
الله پاك فرمائي: دا زما او د بنده په مينځ كښې برابر دي (چې بنده د الله پاك عبادت كوي، الله پاك د بنده مدد كوي). بيا بنده لولي:
اِهْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَۙ(۵) صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْهِمْ ﴰ غَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْهِمْ وَ لَا الضَّآلِّیْنَ۠(۷)
(پارہ:1،سورۂ فاتحه:5 تا 7)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان: مونږه په نيغه لاره روان كړې، د هغه خلقو لاره په كومو چې تا اِحسان كړے دے، نه د هغه خلقو [لاره] په كومو چې غضب شوے دے او نه د ګمراهانو .
الله پاك فرمائي: دا زما د بنده د پاره دي او زما د بنده د پاره هغه څه دي د كوم ئې چې سُوال كړے دے.[1]
سُبْـحٰـنَ الـلّٰـه! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! غور اوكړئ! دا څومره عظيم فضيلت دے. د سُورۀ فاتحه اووه آيتونه دي، بنده يو يو آيت لولي، الله پاك هغه اوري هم او په هر آيت باندې جواب هم وركوي. عَلَّامه اِبنِ رَجَب حنبلـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا (يعني د بنده سُورۀ فاتحه لوستل او د الله پاك جواب فرمائيل، دا) د سُورۀ فاتحه خاص فضيلت دے كوم چې د دې نه علاوه په يو سُورت كښې هم نشته.[2]