Book Name:Maut Ka Akhri Qasid
کله بيمار شي او بيا ښه شي، د هغه مثال د اوښ په شان دے چې مالک هغه اوتړلو بيا ئې پرانستلو نو نه هغه ته دا معلومه شي چې ولې ئې اوتړلم، او نه دا چې ولې ئې پرانستم! ([1])
د قرآنِ کريم مشهور مفسرِ، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې فرمائي: مومن په بيمارئ کښې د خپلو ګناهونو نه توبه کوي، هغه ګنړي چې دا بيماري زما د څه ګناه په وجه باندې راغله او کيدے شي چې دا آخِري بيماري وي د کومې نه پس چې به مرګ راشي، دې د پاره د هغه د شِفا سره سره بخښنه هم نصيب کيږي۔ (خو) منافق غافله دا ګنړي چې په فلانکئ وجه زه بيمار شوے ووم (مثلاً فلانکے څيز مې خوړلے وو، د موسم د بدلون په وجه بيماري راغلې ده، نن سبا د دې بيمارئ هوا رالوتې ده وغيره) او په فلانکئ دوائيئ باندې زه ښه شوم (وغيره وغيره) په اَسبابو کښې داسې انختے وي چې د مُسَبِّبُ الْاَسباب (يعني د پيدا کوونکي رَبِّ قادر او قيوم) طرف ته هډو ګوري نه، نه توبه کوي نه په خپلو ګناهونو باندې غور کوي۔ ([2])
یہ ترا جسم جو بیمار ہے تشویش نہ کر یہ مَرَض تیرے گناہوں کو مِٹا جاتا ہے
اصل بربادکُن اَمراض گناہوں کے ہیں بھائی! کیوں اِس کو فراموش کیا جاتا ہے([3])
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد