Book Name:Maut Ka Akhri Qasid
کَندې ته اورسيږو۔ الله پاک په قرآنِ کريم کښې ارشاد فرمائي:
یٰۤاَیُّہَا الۡاِنۡسَانُ اِنَّکَ کَادِحٌ اِلٰی رَبِّکَ کَدۡحًا فَمُلٰقِیۡہِ ۚ(۶) (پارہ:30 ، سورۂ انشقاق:6)
ترجَمۀ کنزُ العرفان: اے انسانه! بے شکه ته د خپل رَبّ طرف ته منډه وهونکے ئې بيا د هغه سره ميلاؤيدونکے ئې۔
* حضرت فُضيل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د يو کَس نه پوښتنه اوکړه: ستا عمر څومره شو؟ اوئې وئيل: 60 کاله۔ اوئې فرمائيل: د 60 کالو نه ته د الله پاک طرف ته سفر کوې، ډير زر به د هغه بارګاه ته اورسيږې۔ ([1]) * صحابئ رسول حضرت ابودرداء رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: ستاسو ژوند د ورځو مجموعه ده، چې يوه ورځ تيره شوه نو ستاسو د ژوند يوه حصه پوره شوه۔ ([2]) د چا هوښيار قول دے: انسان په دې دُنيا باندې څنګه خوشحاليدے شي، چې دلته ورځې مياشتې، مياشتې کلونه او کلونه ژوند کموي۔ ([3])
تَجِدُ سَرُوْرًا بِالْہِلَالِ اِذَا بَدَاَ وَمَا ہُوَ اِلَّا السَّیْفُ لِلْحَتْفِ یُنْتَضَی
اِذَا قِیْلَ: تَمَّ الشَّہْرُ فَہُوَ کِنَایَۃٌ وَ تَرْجَمَۃٌ عَنْ شَطْرِ عُمْرٍ قَدِ انْقَضَی
وضاحت: کله چې مياشت شروع شي نو تاسو خوشحاله شئ حالانکه مياشت خو د مرګ توره ده کومه چې ژوند کټ کوي، چې کله اووئيلے شي چې مياشت پوره شوه د دې معنیٰ دا دہ چې د ژوند يوه حصه ختمه شوه۔