Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

تَفتازانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په جواب كښې اووئيل: زه د سيل د پاره نه يم پيدا شوے، هسې هم د دومره لوستلو باوجود مې څه په پوهه كښې نه راځي، بيا زه په سيل كولو كښې وخت څنګه برباد كړم؟ د دې په اوريدلو هغه نااشنا كس لاړلو، څه وخت پس بيا هم هغه كس راغلو، هغه ورته بيا د سيل د پاره د تللو دعوت وركړو، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيا هغه جواب وركړو. لږ ساعت پس په دريم ځل هغه كس بيا راغلو، په دې ځل هغه اووئيل: تاسو د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يادوي. بس دا اوريدل وو چې د علامه تَفتازانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بدن په رپيدو شو او هغوئي ښپے ابله ښپے د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار د پاره په منډه لاړو. خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ښار نه بهر د يوے ونے لاندې تشريف فرما وو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې علامه تَفتازانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوليدلو نو مسكے شو او اوئې فرمائيل: زمونږ په بيا بيارابللو ته رانغلے؟ عرض ئې اوكړو: يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! ما ته پته نه وه چې تاسو مې يادوئ؟ يَـا رَسُولَ الـلّٰـه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! تاسو خو زما ذِهني كمزوري پيژنئ، زه ستاسو په پاكه بارګاه كښې د شِفا طلب ګار يم. د علامه تَفتازانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په فرياد اوريدلو باندې د رحمت درياب په جوش كښې راغلو، نبـئ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: خپله خُله بيرته كړه! د علامه تَفتازانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خُله كښې سركارِ عالي وقار، مكي مدني تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل لُعاب مبارك يعني لاړې مباركې تُوك كړې او دُعا ئې اوكړه. د دې په بركت سره علامه تَفتازانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِهني كمزورئ نه خلاصے  اوموندلو او