Book Name:Musbat Soch Ki Barkat
چې الله پاك به تا نه بخښي او تا به جنت ته نه داخلوي.
حضرت ضمضم هفَّانـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: دا هغه خبره ده كومه چې به ما بعضې وخت په
غُصَّه كښې كوله (يعني
ما به نورو ته وئيل چې الله پاك به دې نه بخښي). كله چې ما د هغوئي نصيحت
واوريدلو نو ما په حىرانتيا اووئيل: تاسو څوك ئې؟ اوئې فرمائيل: زه ابوهُريره يم.
بيا هغوئي رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ما ته يو حديثِ بيان كړو،
فرمائي: ما د
الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ
وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې وينا
فرمائيلو اوريدلے دے: چې په بنـي اسرائيلو كښې دوه كسان وو، يو ګنهګار وو، يو
عبادت ګزار وو، عبادت ګزار ګنهګار ته د نيكئ دعوت وركولو خو په ګنهګار باندې څه
اثر نه كيدو، يو ځل عبادت ګزار په مايوسه كيدلو اووئيل: وَاللّٰہِ لَا یَغْفِرُ اللّٰہُ
لَکَ، وَاللّٰہ ِلَا یَدْخُلُکَ الْجَنَّۃَ يعني د الله پاك
قَسَم! الله پاك به نه تا بخښې او نه به دې جنَّت داخل كړي. سركارِ عالي وقار، مكي
مدني تاجدار
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي:الله
پاك دې دواړو ته ملكُ المَوت عَلَيْهِ السَّلام را اوليږلو،
ملكُ المَوت عَلَيْهِ السَّلام د دې دواړو نه روح قبض
كړو، كله چې دا دواړه د الله پاك په بارګاه كښې پيش كړے شو نو ربِّ كريم ګنهګار ته
اوفرمائيل: ته زما په رحمت سره جنَّت ته داخل شه او عبادت ګزار ته ئې اوفرمائيل:
تا زما بنده زما د رحمت نه مايوسه كول غوښتل...؟ آيا ته زما په اختياراتو باندې
قابو لرې؟ اے فرښتو! دا دوزخ ته بوځئ![1]
عدل کریں تاں تھر تھر کمبن اچیاں شاناں والے
فضل کریں تاں بخشے جاون میں جہے منہ کالے