Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

فرښتو د دُعا په جواب كښې الله پاك او د هغه فرښتې آمين وائي.[1]

بحکمِ  حق  اُترتے  ہیں  فرشتے   خاص  رحمت  کے

کیا   کرتے  ہیں  جب  اَہْلِ سُنَن   چرچا   مُحَمَّد  کا[2]

      خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! څومره د فضيلت خبره ده، دُرودِ پاك يو داسې ځانګړے عمل دے چې د دې فضائل لوستلو سره زړه خوشحاليږي، كله چې د چا مخې ته زمونږه او ستاسو د آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِكر پاك اوشي او هغه په ډيره مينه او ادب سره د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بارګاه كښې 100 ځله نه، زر ځله نه، لاكهـ ځله نه بلكه صرف يو ځل دُرُود پاك اولولي نو فرښتې د هغه د پاره د بخښنې دُعا كوي او په رحمت او كرم باندې قُربان شم! پخپله زمونږه خالق او مالك، زمونږه خوږ الله پاك د فرښتو په دُعا باندې آمين فرمائي.

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! غور اوكړئ! فرښتې چې د چا د پاره د بخښنې دُعا اوكړي، پخپله الله پاك په هغه دُعا باندې آمين اوفرمائي، آيا داسې خوش نصيبه بنده به هم د بخښنې نه محرومه پاتي شي...؟ نه! نه...!! دُرُودِ پاك لوستونكے به د رحمت په بركت او د شفاعتِ مصطفٰـى  په طفيل سره په خوږ آقا، مكي  مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پسې شا ته شا ته جنَّت ته اورسي.

زبان و قلب کی عظمت درودِ پاک سے ہے      ہر ایک غم سے حفاظت درودِ پاک سے ہے

دُعائیں ہوتی ہیں مقبول اس وسیلے سے خُدا کی خاص عنایت درودِ پاک سے ہے

ازل کے دِن سے مرے مصطفےٰ کے چرچے ہیں        تمام دہر پہ رحمت درودِ پاک سے ہے


 

 



[1]...معجم الکبیر، ام انیس بنت الحسن بن علی، جلد:2، صفحہ:218، حدیث:2687۔

[2]...قباله بخشش، صفحہ:51۔