Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

اسرائيلو لوفر او بےحيا انسان) وئيلو. يو ځل دا ګنهګار د دې عبادت ګزار په خوا تيريدلو، اوئې ليدل چې وريځې په عبادت ګزار باندې سورے كړے دے، د دې نظارې ليدلو سره ګنهګار سوچ اوكړو: زه ډىر زيات ګنهګار ...!! دا دومره لوئے عبادت ګزار! كه زه د ده خوا ته كښينم نو څه خبر! د دې په بركت سره الله پاك په ما باندې رحم اوفرمائي. په دې سوچ سره هغه ګنهګار انسان د هغه عبادت ګزار خوا ته كښيناستلو.

      هلته هغه عبادت ګزار (چې شايد د شيطاني مكر او د باطنـي بيمارو علم نه لرلو،)، هغه منفي سوچ اوكړو او په زړه زړه كښې اووئيل: چرته زما په شان عبادت ګزار او چرته دا د لاندې درجے سخت ګنهګار! دا زما خوا ته څنګه كښيناستے شي...!! په دې سوچ سره ډير په سپكه هغه ګنهګار د ځان د خوا نه پاڅولو. په دې باندې الله پاك د هغه وخت نبـي عَلَيْهِ السَّلام ته وحي را اوليږله او اوئې فرمائيل: دې دواړو ته اوفرمايه چې خپل عمل د نوي سر نه شروع كړي، ما هغه ګنهګار (د هغه د ښه ګمان په وجه) اوبخښلو او د عبادت ګزار عمل مې ضائع كړو! په يو روايت كښې دې چې هغه وريځ كومه چې د عبادت ګزار په سر سورے كړے وو، هغه وخت لرې شوه او د ګنهګار په سر راغله [يعني په هغه ئې سورے اوكړو].[1]   

اِلٰہی میں تیری عطا مانگتا ہوں کرم مغفرت کی دُعا مانگتا ہوں

اِلٰہی نہیں چاہئے تختِ شاہی فقط تیری رحمت خُدا! مانگتا ہوں

بچانا بُرے خاتمے سے بچانا    میں ایمان پر خاتمہ مانگتا ہوں[2]


 

 



[1]...مکاشفۃ القلوب، باب فی بیان ذم الکبر، صفحہ:305۔

[2]...وسائل فردوس ، صفحہ:1-3۔