Book Name:Musbat Soch Ki Barkat

      زمونږ د خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سيرت مبارك څنګه ښكلے دے، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ښكلي ښكلي اداګانو كښې زمونږ د پاره سبق دے. حضرت انس بن مالِك رَضِیَ اللهُ عَنْهُ فرمائي: ما 10كاله د الله پاك آخري نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خدمت كړے دے، كله به زما د لاس نه كار خراب هم شو خو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم كله هم زه نه يم ملامته كړے، كه د كور په خلقو كښې به ما ته چا څه اووئيل نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به فرمائيل: دُعُوْہُ فَاِنَّہٗ لَوْ قُضِیَ شَیْء کَانَ يعني هغه پريږ ده! كه نور څه په تقدير كښې وے نو هغه به كيدل. [1]

      سُبْـحٰـنَ  الـلّٰـه! څومره ښكلے سوچ دے، څنګه ځانګړے انداز دے...!! كله كله په نه كيدو كښې هم څه نه څه غلطيانے كيږي، كله د لاس نه لوښې اولويږي، كله څه څيز مات شي، كله موبائل اولويږي او خراب شي، كله په استرئ باندې جامےاوسوزي وغيره، ډير قسمه داسې مُعاملات هره ورځ په كورونو، دفترونو وغيره كښې كيږي، په داسې موقع باندې زمونږ د خوږ آقا، مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څه انداز وو...؟  د چا نه به چې نقصان اوشو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به نه پخپله [هغه] رټلو او نه به نورور ته رټلو له وركولو بلكه فرمائي: د الله پاك په نِزد دا كار داسې ليك وو، كه څه نور څه ليك وے نو هغه به كيدلے. مشهور مُفسّرِ قرآن، حكيمُ الاُمَّت حضرت مفتی احمد یار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك په شرح كښې فرمائي: كه مونږ خلق د نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دې طريقه باندې عمل اوكړو نو ثواب به هم اومومو او زمونږه


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:8، صفحہ:77  خلاصۃً۔ موسوعہ لابن ابی الدنیا، الرضا عن اللہ ...الخ، جلد:1، صفحہ:392، حدیث:4۔